غزل
شاه سعود
ژړا همدغه شانتې پرېږده چې وي
خندا همدغه شانتې پرېږده چې وي
ډيوې د سترګو راته بلې ساته
رڼا همدغه شانتې پرېږده چې وي
سزا چې هرڅه وي قبوله مې ده
خطا همدغه شانتې پرېږده چې وي
د ښکلا هيڅ نعم البدل نشته دى
ښکلا همدغه شانتې پرېږده چې وي
سعوده ! ځان کې څه بدلون راوله
اشنا همدغه شانتې پرېږده چې وي
27.03.2008
- نصرت الهام
نه سحر دی نه جادو !!!!!!
محمد نعمان دوست
په پېښور کې ديوه مداري تماشې ته ولاړ وم ، هغه عجيبه _ عجيبه اود نه منلو کارونه وکړل ، خو وروسته له هرې نندارې به يې ويل : نه سحر دى نه جادو ، د لاس صفايي ده .
هغه وخت زه ماشوم وم او د لاس په صفايي نه پوهېدم ، خو چې کله خپل هېواد ته راغلم او هرځاى مې سياسي او مذهبي مداريان وليدل نو اوس د پېښور د مداري په خبرو لږ لږ پوهېږم .
رښتيا هم زموږ سياستوال نه سحر لري او نه کومه جادو ، بس د لاس چالاکي يې ده او...
03.04.2008
- نصرت الهام
تصوير دې څنګه جوړ کم
نسيم خوږياڼى : کابل
ما هغه تېر مازديګر ته د ګودر تر څنګه د چانار دنګې ونې څنګ ته ولاړه ليدې ما مې قلم راواخيستچې دې تصوير وکاږمقد دې چنار نه هم لوړ سترګې بادام ، بادام وروځې ليندۍ ، ليندۍ شونډې د ګل د پاڼو په څېر ښايسته ښکارېدېمخ دې د شمعې په شان داسې لمبې کولې ته وا په نيمه شپه کې دکوم مين د زړګي په خونه اور ولګېداوس راته ته ووايه (( تصوير دې څنګه جوړ کم...