د چرچیل ځواب

وایي چې یوه ورځ چرچیل په داسې یوه نرۍ لاره تیریده چې په اسانۍ سره د دویم کس  تېریدل شونی  نه وو .  په همدې وخت کې د هغه یو سیاسي سیال له مخامخ لوري را روان وو ، خو چې نږدې شول ، نو سیال یې نه غوښت چې لاره ورپریږدي  .  چرچیل ته یې مخ کړه او وویل : زه به هیڅکله ګوښی نشم  څو یو احمق سړی دې زما له خوا تیر شي .
چرچیل په داسې حال کې چې ځان یې څنډې ته کاوه او غوښتل یې چې هغه ته لاره ورکړي ، وویل : مګر زه دا کار کووم .


ژباړن  -  شوکت یعقوبي