پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو
د دې ښار هر يو منظر دې بې مزې کړ
مازيګر او زېړی لمر دې بې مزې کړ
پېښور خو ستا په سترګو پېښور و
ته چې لاړې پېښور دې بې مزې کړ
د ګلونو سپين سحر پيکه پيکه شو
هر نشه نشه نظر پيکه پيکه شو
زلزلې په خماري سترګو کې نه شته
سندريزه مازيګر پيکه پيکه شو
نه خو تورې شپې اوس هغسې درنې دي
نه د ورځو تماشې دي هسې مستې
نه خو څوک د چا لپاره دار ته خېژي
نه د عشق د نوم نشې دي هسې مستې
د چوپتيا سيلۍ وهلي دي ګونګي دي
شور او شر زړونو کې نه شته خاموشي ده
بې جانانه بې ارمانه زندګي شوه
او پرهر زړونو کې نه شته
شرابونه په اوبو دي بدل شوي
د ساقي په پيمانو کې نشه نه شته
دلته اوس غم هېرول د زړه خوړل دي
دلته اوس په ميکدو کې نشه نه شته
په پرداس يې ګوتې رپي وارخطا شي
د نيمګړې زندګۍ له مصيبته
انځورګر له انځورونو نه لاس واخيست
د رنګونو د قحطۍ له مصيبته
هر نرګس دلته زېړۍ تبې نيولی
هر ګلاب دلته الوتی رنګ ولاړ دی
نه د چا سترګو کې نم د چا په ياد شته
نه د چا په غمځپلو شونډو پاړ دی
اوس د ښکلو په لېمو کې کشش نه شته
اوس خونکارې سترګې خون کولی نه شي
اوس هندارې بې تصويره دي چې نن ته
هېڅ خبره د پرون کولی نه شي
يا خو ( ماته ) هديرې غوندې ښکاريږي
يا خو ګرانې ستا له تلو نه پس بدل شو
يا زما نظر خطا دی يا رښتيا هم
پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو
جلال امرخېل
د محمدعليم بسمل هايکو
چې له لوګر نه مې غړۍ اوږده کړم
په پېښور کې له تا خوله واخلمه
د خيال پېريانو ته غزنی څه شی دی
سلامونه ياره
د پېښور په اړه مې دادوه شعرونه درولېږل هيله ده چې درته وبه رسيږي
ورور دې حيران