یادونه : سلامونه یارانو ! ماته دبلوگ د اړيکو له لارې د تندې دمينه والو بلا ډېر شعرونه او مطالب رارسېدلي او تاسوته خو پته ده چې د ځينو ستونځو او بوختياوو له امله يو څه موده بلوګ له نويو مطالبو خالي وو؛ دلته دهغو ټولو شعرونوغورچاڼ ولولئ خو کوم مطالب او شعرونه چې له خپرېدا پاتې شي نو بښنه غواړم او دومره وايم چې ستاسو رالېږلي غرونه غرونه مطالب ټول په بلوګ کې نه ځاييږي٠
تنده
رارسیدلی شعرونه
ستا له ماسره سودا ده زنده ګي زنده ګي نه ده
چې جانانه بي له تا ده زنده ګي زنده ګي نه ده
په تيارو کې راپيدا شو په تيارو کې سره ورک شو
رڼا خداى خبر د چاده زنده ګي زنده ګي نه ده
هلته حورې اوغلمان دي تکي سرې شونډې شراب دي
دلته خوښه د ملا ده زنده ګي زنده ګي نه ده
عزت الله ځواب
..............................................
غزل
ګل او ګلستانه پورې ورسېد
درد مې ترجانانه پورې ورسېد
اور دځمکې وريت کړمه لمبه يې کړم
دود مې تر اسمانه پورې ورسېد
ستا شډل بډل په څه کړو لارو
څنګه تر ايمانه پورې ورسيد
ژوند هله دخوندرنګونه واخيستل
ژوند چې ترهجرانه پورې ورسېد
يو ته يې ستي نه کړې دې برندکتو
زور يې تردورانه پورې ورسېد
عماد الدین دوران
.............................................................
داوړی ماښامی
چی د اوړی ما ښامی وای
پاس د بام په سر ناستی وای
د بام څڼډه کی ګلان وای
چمبيلی وای کشمالی وای
مه قالينی وای مه کوچ وای
اوار کړی مو پزی وای
د چينی له او بو ډک مو
هلته خوا کی يو منګی وای
چی اوبه مو پکښی څکلی
يو د خټو کڼډولی وای
دسترخوان وای خوری شوای
او د مور د لاس پخلی وای
چی سابه وای او سکړک وای
له شوملو ډک ځګړی وای
ښه توتان مو وای سنډلی
په زولی کی يو خری وای
نارنج ګل وای غوړيدلای
ډک له عطرو يي نيالګی وای
خوږ اواز مو په غوږو وای
مست مو سيند عليشنګی وای
د سپو ږمی رڼا ته ناست وای
نه د برق نه چراغګی وای
وای د شولو نهلونه
يخ شمال نری نری وای
الوتلی په هواکی
د ماښام اوربلکی وای
کاشکی مور راته ژوندی وای
چی ويلای يي بچی وای
مور قصی راته کولای
زه له موره سپيلنی وای
چی د مور د ارمان بڼ ته
زه ثمر او زه سپرلای وای
مور پنځه وخته لمانځه کی
راته غوښتی يي بر ی وای
کاشکی بيا هغه تير وخت وای
کاشکی بيا ورته زلمی وای
د حفيظ مليار ارمانه
اوس نو سوزه په ارمان کی
چی ژوندون د وای په کلی
څومره خوښ به د زړ ګی وای
عبدالحفيظ مليار ساپی اتريش ويانا
...............................................................
غزل
حيا مو وړي له سترمنو لږ مې پريږدی ورته
يه دحالاتو ونو غنو لږ مې پريږدی ورته
اوښکو تصوير دجانان څله ورانوی راځينې
زما په ستړي ژوند مينو لږ مې پريږدی ورته
ګرانه مې تل دمازديګر په تناره ورژاړي
وه ميرات مړو ازموينو لږ مې پريږدی ورته
چې دبهار په غيږ کې ښې ډيرې سلګۍ ووهم
اې ديرالونو کرغيړنو لږ مې پريږدی ورته
ساجد بهار خوست
.................................................
غزل
هجرت الله اختيار
د خپل وجود مې د امكان خبره نه ده كړې
لا خو ستا وايم ما د ځان خبره نه ده كړې
ګلاب كه ما ځنې خفه وي نو بس هسې به وي
خزان ته ما د ګلستان خبره نه ده كړې
زه چې څه وايمه، نو ستا د زړه خوښي وايمه
ما لا د خپل زړه د خفګان خبره نه ده كړې
ته چې وې هسك په د باران په ژبه هر څه ويل
خو ته چې لاړې نو آسمان خبره نه ده كړې
سمه ده ما ته ځنګل خپله كيسه ټوله وكړه
خو ما هغه ته د انسان خبره نه ده كړې
ما چې څه وويل نو ستا ارمان لپاره و ټول
ما په كې هيڅ د خپل ارمان خبره نه ده كړې
.........................................................
غزل
تا ئې ملاتړ وكړو جانانه گني څه ســــــړى وؤ
بغير له تانه رقيب چرته د پنـځه ســــــړى وؤ
چې د په ژوند اهميت رانكړ بيا څه پـــــكار ده
ورسته له مرګه خو هر څوك وائې چې ښه سـړى وؤ
ستا د عزت خيال ئې ساته له مرګي نه يـــــريده
داسې وه نه وائې چې ستا مئين بې زړه ســـړى وؤ
په ليونو كې د خساب كړ او د چم د ورك كــړو
دا يو خو وؤ چې د ژوندي او هم د مړه ســړى وؤ
د هجر اور ايره ،ايره كړ خو ئې اف وؤ نـــه وې
ستا مئين كلي كې لوى شوى وؤ د غره ســړى وؤ
ستا د غمونو ميلمانه ئې ډير په ميـــنه زغمـــل
ياد به لرې چې ستا درمان هم څه ميړه ســـړى وؤ