غزل

نن خو محفل دی مړه يار شه څه چل وکه کنه
بيګا ته پاتې شه ايسار شه څه چل وکه کنه

تېر د دنيا له کاروبار شه څه چل وکه کنه
يو څه خو مينې ته اوزګار شه څه چل وکه کنه

تاته اوس کوم خوشال پدې پېړۍ کې راولمه
پښتونه پاځېږه بيدارشه څه چل وکه کنه

وخته پدې تياره کې نور ژوندون دزهرو ګوټ دی
بس خدای ته وګوره سهار شه څه چل وکه کنه

الهامه ! يا خو دې له دې ګناه توبه هېره که
او ياخو بېرته ګناه ګار شه څه چل وکه کنه

 

نصرت الهام

 

 

د جلال امرخېل غزل څه چل وکه کنه دلته ولولئ