بوټان

ښکل کړئ افغانانو د زيدي بوټان
ستاسو خو په پښو کې دي پردي بوټان
وګورئ نږدې نه د کرزي بوټان
تل يې وي په پښو امريکايي بوټان
دلته يې مډال په اوږه ولګېد
هلته يې خوړلي په تندي بوټان
ژوند خو د زيدي د ارادې ښه دى
ځکه ډېر خرڅېږي دا ترکي بوټان (١)
وخت به دې د کبر تندى وولي
مونږه که دروار کړۀ افغاني بوټان
ته مونږ په B52  په سر وله
خداى به مونږ ته راکړي د بري بوټان
غرب دې زما دا مشوره ومني
بوټ دې واخلي سوله راولي بوټان
دلته به نو څوک غليم پرې وولي
دلته نو له کوم ځاى نه راځي بوټان
وخت د پنجه دارو څپلو ختم شو
هر سړى په پښو کې ګرځوي بوټان
خير که دوه پوښتۍ د زيدي ماتې شوې
خلک يې په يو بل خرڅوي بوټان
بوش د ظالم زوى هوا کې وليدل
وار شول په هغه لس نمبري بوټان
کله يې چې وخت د واروو راشي
ښځه يې غۍ چې نه به واروي بوټان
دا نوى فرمان هم صادر شوى دى
نور ژورنالستان به نه لري بوټان
دا ځل يې په ټيپ ، په کمره وولئ
خير که دروازه کې نه پرېږدي بوټان
نور خو زه طاقت د باروت نه منم
اوس خو نړۍ ټوله لړزوي بوټان
دامضمون دې زيات شي ژورناليزم کې
پرېږدئ چې هرڅوک يې واروي بوټان
دا څپلۍ، کلوشې خو هر څوک لري
ځان ته به راغواړم عراقي بوټان
زه يې په دښمنۍ باندې پوه شوى يم
نه پښو کوم پاکستاني بوټان
ته پدې پښتون وطن کې څه غواړې ؟
ستا د ښځې وغيم ايراني بوټان
زړونه د نړۍ شول په بوټانو يخ
ځکه شوه زمونږه شاعري بوټان

بنډل کاڼی