له خاورې ډکې لپې
ميرجان؛ خو هغه وخت ډير ورخطاء شو چې غږ ته يې چا ځواب و نه وايه، په بيړه د حجرې له انګړه کور ته په وړوکي کنډو ورواوښت. بيايې هم دوه _ درې غږونه وکړل؛ خو د ځواب د اوريدو هيله يې پوره نه شوه. نور يې هم وار خطاء شو، لومړى يې د خپل پلار خونې ته سر وردننه کړ، ګوري چې پلار يې په خپل کټ کې نشته، بيا يې خپلې ميرمنې ته په نوم ورغږ کړ: سردارې اى سردارې څه شوې؟
مخکې له دې چې له خونې ووځي ناڅاپه يې د چت په لور وکتل او خپل پلار يې د چت په تير په پړو کې ځوړند وليد. کريغه يې له خولې ووته، بېرته غلى شو او د يوې شېبې لپاره همداسې خاموشه پاتې شو. ټول هغه خلک ورپه زړه شول، کوم چې ده لکه دده د پلار په څېر په بېرحمانه توګه په دار ځړولي وو.
له ځان سره په فکر کې ډوب شو، چې زما به مدعي څوک وي؟ له چانه به د خپل پلار بدل واخلم؟ ما خو د ډېرو پلرونه په داسې مرګ وژلي دي. د ډېرو ميندې مې بورې کړيدي، شېبه وروسته له خونې دباندې راووت په ټول کور کې يې له ځړېدلي پلاره ورته نور هيڅ څوک نه و پاتي. په ځمکه راپرېوت او دواړه لپې يې له خاورو ډکې کړې او په خپل سر يې باد کړې.