څلوريزه
د غـــزل پـــه فـــرد کې ورک يم
د خپل زړه په درد کې ورک يم
پــــــېــښــوره! لـــــټــــــوه مـــــې
د کــــابـــل په ګرد کې ورک يم
نصرت الهام
16.12.2008
- نصرت الهام
لنډه کيسه کِرکټرليکوال: حامد بابر امينزى
له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايېدۀ، يوه شېبه به په کور کې ناست و، بېرته به له کوره دباندې راووت. د کوڅې له دوکاندار سره به کېناست. بيا به يې له ځينو ملګرو سره ټليفوني اړيکه ونيوله او هغوى به يې له دې خبر کړل چې دى اوس د ملي لوبډلې لوبغاړى دى او په راتلونکو سياليو کې به د افغانستان په استازيتوب برخه اخلي....
20.12.2008
- نصرت الهام
له خاورې ډکې لپېميرجان؛ خو هغه وخت ډير ورخطاء شو چې غږ ته يې چا ځواب و نه وايه، په بيړه د حجرې له انګړه کور ته په وړوکي کنډو ورواوښت. بيايې هم دوه _ درې غږونه وکړل؛ خو د ځواب د اوريدو هيله يې پوره نه شوه. نور يې هم وار خطاء شو، لومړى يې د خپل پلار خونې ته سر وردننه کړ، ګوري چې پلار يې په خپل کټ کې نشته، بيا يې خپلې ميرمنې ته په نوم ورغږ کړ: سردارې اى سردارې څه شوې؟ مخکې له دې چې له خونې ووځي ناڅاپه يې د چت په لور وکتل او خپل پلار يې د چت په تير په پړو کې ځوړند وليد. کريغ...