لنډه کيسه
کِرکټر
ليکوال: حامد بابر امينزى
له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايېدۀ، يوه شېبه به په کور کې ناست و، بېرته به له کوره دباندې راووت. د کوڅې له دوکاندار سره به کېناست. بيا به يې له ځينو ملګرو سره ټليفوني اړيکه ونيوله او هغوى به يې له دې خبر کړل چې دى اوس د ملي لوبډلې لوبغاړى دى او په راتلونکو سياليو کې به د افغانستان په استازيتوب برخه اخلي.
د خوشحالۍ دغه شپې ورځې تېرېدې، هغه شېبه هم راورسېده، چې ځواب ورپسې راغى، کابل ته ځان راورسوه. په راتلونکي اوونۍ کې لوبډله د سياليو لپاره له هېواده بهر ځي. دا خبره يې د کور له وګړيو سره شريکه کړه؛ خو کله يې چې د پلار دا خبر واورېده (( دلته خو دې توره وکړه چې اوس لا له هېواده دباندې روان يې )) ډېر زيات خفه شو. بيا هم نهيلى نه شو، په کړس کړس يې وخندل زياته يې کړه اوس؛ خو مې ايله د زړه ارمان پوره شو، اوس په ما او په شاهد اپريدي کې هيڅ توپير نشته، زه اوس لکه د يوراج سنګ د خپل هېواد په نوم لوبېږم. کله يې چې خپل جېب ته وکتل داسې بې پيسو و، لکه افغانستان چې بې امنيته دى، خپل ملګرى ور په زړه شو، په بيړه هغه ته ورغى په نيمه خوله يې ترې د پيسو غوښتنه وکړه؛ تر څو له پېښوره تر کابله کرايه، ځان ته جامې، بوټان او...واخلي.
خو د ملګري منفي ځواب يې دده نه هغه ټولې خوشحالۍ وتروړلې. کور کې يې د پيسو د نشتوالي خبره له مور سره شريکه کړه، مور يې د ځوان زوى په دې حالت ډېره ودردېده، د هغې او د زوى په جېب کې يې هيڅ توپير نه و. له خپله ځايه راپاڅيده او د خپلې ګاونډۍ د کور په لور وروخوځيده، شېبه ورسته د خپل زوى غوندې نهيلې او تش لاس کور ته راستنه شوه. زوى يې پرې غږ کړ: مورې پيسې بېرته ورته وسپاره، زما کار وشو.
خداى جل جلاله خبر چې دا پيسې به يې خور د څه لپاره له کلونو راهيسې يوه، دوه راټولې کړې وې؟ په ډېره خوشحالۍ له کوره د سپورتي سامانونو د پلورنځي په لور ورخوځېد. په هر هغه څيز به يې چې لاس کېښود، دده له جېب سره به يې ډډه نه لګوله؛ خو په هر حال د زړه له پاسه يې سودا وکړه او د کابل په لور ور رهي شو. کابل ته له رسېدو وروسته له نورو لوبغاړو سره يو ځاى شو. هغه خوبونه يې چې ليدلي و، د هغو پر خلاف چاپېريال ته راغى.
دلته يوازې د موسى په څېر خلک وخت تيرولې شي، دلته چې کومه پيسه کومک په لاس راشي چارواکي يې لکه د قارون په شان هغه په ځمکه کې خښوي، دلته يو هم داسې نه و، چې د فرعون په وړاندې لکه د موسى ودريږي؛ نو دى هم لکه د نورو د بنده بنده ګۍ ته اړ شو. په دې ماحول کې چا په لوړ غږ خبره هم نشوه کولاى، پاتې شوه د خپل حق غوښتنه او که به چا داسې کومه تېزه خبره وکړه؛ نو دا ځواب به يې خامخا اورېده (( له لسته به دې ډراپ کړم)) بيا به هيڅ وخت ددې جوګه نشې چې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړې.
مينه، ورورولي خو لا ډېره لرې خبره وه. چا له چا سره په سمه خوله خبرې هم نه کولې؛ ځکه چې دلته همداسې يو چاپېريال جوړ شوى و.
ټول اشنا خلک له نااشنا سلوک سره، په داسې ماحول کې وخت تېرول هم څه...
لوبډله وروسته له مشق او تمرين نه د بهرني هېواد په لور د سياليو په موخه روانه شوه. هلته داسې چارواکي ورسره مله وو، چې د خپلو خبرو د کولو جوګه هم نه ول. صرف په دې لټه کې و، چې څرنګه له لوبغاړو پيسې ووهي او خپلې خېټې ته يو څه وروغورځوي.
ډېر ژر له لوبغاړو سره پيسې خلاصې شوې او ټول لکه د ناروغانو د چپسو په پرهېزانې پيل وکړ. دومره چپس يې په ټول عمر کې نه و خوړلي لکه په دې دوره کې يې چې نوش جان کړل. که دا چپس يې په ډک جېب خوړلي واى،ښايي له هر يو څخه انظمام الحق جوړ شوى واى؛ خو په ډير تاسف چې دا له مجبوريته وو.
دوره په کاميابۍ سره پاى ته ورسېده، لوبډله هېواد ته راستنه شوه. څو ورځې يې ښه تود هرکلى کېده، ښه ښه خواړه ورته ورکول کېدل. هغه د چا خبره، دوى هم داسې خوړل چې خپله تېره خوشکي وباسي. کور ته د لوبډلې روانېدو ته يوه ورځ پاتې وه؛ خو ځينې داسې لوبغاړي هم په دې لوبډله کې وو، چې ورسره پيسې يې هلته مصرف کړې وې او بېرته کور ته د تلو کرايه هم ورسره نه وه؛ خو له تلو څخه د مخه يو داسې څوک پيدا شو، چې له ټولې لوبډلې سره يې نغدي کومک وکړ. ايله لوبغاړو ساه واخيسته، کور ته يې د رسېدو شېبې شمېرلې، کور ته راغى ورځ دوه په کور کې ښه خوشحاله و؛ خو څو ورځې وروسته يې د ناروغۍ احساس کاوه. هوډ يې وکړ چې ډاکټر ته ځان وښـيي، کله چې ډاکټر په دې وپوهېده چې نوموړى يو لوبغاړى دى، يوه شېبه يې ورسره د ګټلي جام په اړه خبرې وکړې او بيا يې د هغه په معاينه کولو پيل وکړ او ډاکټر دې نتيجې ته ورسېد، کومه انرژي چې ده ته د داسې سختو لوبو لپاره پکار ده، هغه د ده په بدن کې نشته او نه يې په داسې اقتصادي حالت کې تر لاسه کولاى شي؛ نو ځکه يې ورته د بښنې په غوښتو سره وويل (( ګرانه زما تا ته دا مشوره ده، چې له دې لوبې څخه لاس په سر شې ))