پور

ژباړن - شوکت يعقوبي

هغه چې نن ډېر ستړی له کاره راغی، نو دروازې سره يې خپل کمکی زوی وليد، چې په تمه يې د انتظار شېبې شماري .
ماشوم چې څنګه خپل پلار وليد نو مخې ته يې ورمنډه کړه : سلام پلار جانه، يوه پوښتنه کولای شم ؟
پلار يې په مينه ځواب ورکړ : حتماً، ولې نه !
ماشوم چې دخپل پلار لاس يې په خپلو دواړو وړو لاسونو کې ټينګ نيولی و او په خورا ناز يې ورسره وړې، وړې خبرې کولې، کور ته له ننوتلو سره يې له پلاره وپوښتل : پلار جانه! تاسو په يوه ساعت کار کې څومره پېسې اخلئ ؟
پلار يې چې ډېر ستړی ايسېده، په داسې حال کې چې د کوټې دروازه يې خلاصوله، په زغرده ځواب ورکړ : دا نو تا پورې اړه نه لري ، ولې ؟
ماشوم په خواشينۍځواب ورکړ : هسې، بس غوښتل مې چې پوه شم.
پلار يې وموسېد او وويل : ښه چې داسې ده نو وبه وايم درته ، ٢٠ډالره .
ماشوم يو سوړ اسوېلی وويست او په نه زړه يې وويل : کېدای شي چې لس ډالره راته پور راکړې ؟
سړي په ډېر عصبانيت غبرګه کړه : ښه، نو پوښتنه دې همدې لپاره وه چې راڅخه لس ډالره واخلې او بيا يې په چټي شيانو ورکړې . ژر خپلې کوټې ته لاړ شه او له ځان سره فکر وکړه چې ولې دومره خود خواه يې او ما پرېږده چې ارام وکم .
ماشوم غلی ووت، او خپلې کوټې ته لاړ، په کټ کې خواشينی وغځېد.
سړی له ځانه سره وبوږنېد : څنګه يې ځان ته اجازه ورکړه چې د پېسو لپاره له ما داسې پوښتنې وکړي .

 

وروسته له يوه ساعته چې ستړيا يې ووته، نو متوجه شو چې له خپل ګلالي زوی سره يې ښه رويه ونکړه، په زړه کې ېې تېر شول : کېدای شي څه ته به اړتيا لري او بيا هغه خو کله هم دا کار نه وو کړی . له ځايه پاڅېد او نېغ د هغه کوټې ته ننوت :
- ويده يې زويه ؟
- نه پلار جانه راځئ .
پلار يې په تخت کې تر خوا کښېناست او لکه چې ماتې يې خوړلې وي، د ماشوم په سر يې لاس راتېر کړ او وويل : زويکه ! نن مې کارونه ډېر زيات وو، ستړی وم، خواشينی کېږه مه، هن دا لس ډالره دې جېب کې کېږده .
ماشوم موسکی شو، پېسې يې واخيستې او په مينه يې وويل : مننه پلاره .
بيا يې بالښت لاندې لاس کړ او هغه لس ډالره چې له پخوا يې ترې لاندې ايښي و، هغه يې هم راواخيستل .
پلار يې وليد چې له زوی سره يې لس ډالره وو او نورې يې هم غوښتې نو غوښتل يې چې بيا يو څه ووايي خو ماشوم وار مخکې کړ او په ډېره مينه يې دواړه لسګونونه خپل پلار ته ونيول ، لکه چې عذر کوي سر يې کوږ و نيو او پلار ته يې وويل : پلار جانه کېدای شي يو کاري ساعت دې راباندې وپلورې او سبا يو ساعت مخکې کور ته راشې ؟
پلار يې ځان بايللی احساس کړ، ماشوم ورنژدې شو او په ډېره هيله يې وويل : زه له تاسو سره ماښامنۍ ډېر خوښوم، هيله کوم پلاره .