غزل

 

ستا د ضمير او د احــساس شپــېلۍ ويــده پـرتــه ده
زما او ســــتا تـــر منـــځه لويـــه فـــاصـــله پـــرتـــه ده

زمــــا پــــــه ژبـــه يـــــــوه لـــويـــه کلــــــمـــه پـــرتـــه ده
او پــــه زړګــــي کــــې مـــې د ميــــنې عقـيده پرته ده

زۀ دې د ( هو ) لپاره مات شومه، سپين ږيرى شومه
خو ســــتا پـــر شــونډو لا تر اوسه پورې ( نه) پرته ده

ســـتا د وصـــال ســتا د سجــدو تمه چې هيــڅ نه لرم
زمــــا او ستــــا تر منځــــه لويــــه هـــديـــره پــــرته ده

هغــــلته پــــورې يـــوڅـــوک غـــاړه ورکـــوي و بـل ته
ورســــره څنـــګ کـــې يـــوه تـــوره هـــم تېــــره پرته ده

دا چـــې د مــــينې د کتـــاب پـــه مــنځ کې پټه ايښې
دغـــه ګــــلپـــاڼه د لاس نښـــه ده چـــې مـــړه پـــرته ده

تـــــړلې لپــــې بــــــه ګــــرځــــېږم، لپــې نه خـــلاصـوم
د چـــــا د يــــاد اوښــــکه مـــې لپـــه کـــې رڼه پرته ده

نصرت الهام