زندګي

بې دشوره
بې دشره
بې دمينې
بې د وينې
بې د سيوري
بې د لمره
بې دستورو
بې سپوژمى نه
بې له تانه
بې له مانه
زند ګي مې پکار نه ده
بند ګي مې پکار نه ده

زه بې شوره يمه خلکه
زه بې شره يمه خلکه
 زه بې مينې يمه خلکه
زه بې ژونده يمه خلکه

بې د يار بې د جانانه
بې چلمه
بې د جامه
زندګي مې پکار نه ده
بندګي مې پکار نه ده

چې هيڅ نه  لرمه ولې؟
پيداشوى يمه ولې؟
 بيا هغه دنيا ده ولې؟
بيا هغه سزا ده ولې؟

هره مور موفا طمه ده
هر زلمى دلته حسين دى
هره دښته کر بلا ده
هر يزيد پکې الله دى
چې هر څه کوي مولا دى

بې له تانه
بې له مانه
بې جنونه
بې ايمانه

زندګي مې پکار نه ده
بنده ګي مې پکار نه ده

 دلته ځمکه کې حکومت دى
دلته ځمکه کې ملت دى
دلته ځمکه کې سزا ده
هر بنده زموږ مو لا دى

 بې حسابه سزا ګانې
بې کتابه سزا ګانې
 دلته هم شته جبريل
دلته هم شته ميکايل
هم حورې دي غلمان دي
 هم جنت شته
هم دوزخ شته
 هم زندۍ هم زولنې شته

جنتيان اوسي ماڼۍ کې
دوزخيان په مرکونډۍ کې
جنتيانو ته شراب
هم ميوې او هم کباب
چې يې زړه غواړي هغه شته
هر څه هر څه اماده شته

موږه لوي شو په دوزخ کې
 موږه پوي شو په دوزخ کې
چې موږ نه يو د حساب
چې موږ نه يو د کتاب

 موږ دوزخ د لته ليدلى
موږ جنت د لته ليدلى
 موږه مرګ دلته ليدلى
موږه درد دلته ليدلى
موږ له لوږې ژړيدلي
موږ له تندې کړيدلي
موږ له پلاره يتيمان
موږ له موره پاتې شوي

 بې له ځانه
 بې له روحه
 بې له دينه
بې دنيا نه
 زندګي مې پکار نه ده
بندګي مې پکار نه ده

چې نه مرګ واى
او نه ژوند واى
داسې بيله زندګي واى
داسې بيله بندګي واى

آرش ننګيال_کابل 24-12-08