نوره شاعري نه کوم !
بس دى بس نوره شاعري نه کوم
دغه تکليف دغه خواري نه کوم
په دې ړانده ماده پرست کلي کې
نور له مانا سره ياري نه کوم
زما وطن زما د ژبې دښمن
زما پښتون زما د ژبې دښمن
زما مذهب زما د ژبې دښمن
زما قانون زما د ژبې دښمن
زه د حمزه د غزل په محتوا کې ورک يم
پدې ګلپاڼو کې ورک پدې ښکلا کې ورک يم
زه پدې مينه کې ورک پدې معنا کې ورک يم
زه پدې دښته کې ورک پدې صحرا کې ورک يم
خو زما قام لا د ډيورنډ په انګرېزۍ مين دى
په خپل بېلتون او پدې خپلې بد مرغۍکې مين دى
بس دى بس نوره شاعري نه کوم
دغه کوشش دغه خواري نه کوم
نصرت الهام
12.01.2009
- نصرت الهام
زندګي
بې دشورهبې دشرهبې دمينې بې د وينېبې د سيوريبې د لمرهبې دستورو بې سپوژمى نهبې له تانهبې له مانهزند ګي مې پکار نه دهبند ګي مې پکار نه ده
زه بې شوره يمه خلکهزه بې شره يمه خلکه زه بې مينې يمه خلکهزه بې ژونده يمه خلکه
بې د يار بې د جانانهبې چلمهبې د ج...
12.01.2009
- نصرت الهام
د مصور خپررندوى بنسټ د خپرو شويو کتابونو په اړه د کره کتنې غونډه !
مصور بنسټ د ماشومانو لپاره پدې روستيو کې يو شمېر کتابونه چاپ کړي چې په همدې کتابونو د کره کتنې او د مصور بنسټ د نورو کارونو په اړه يوه تنقيدي او د ماشومانو د ادبياتو په اړه معلوماتي غونډه پرون يکشنبه ٢٠٠٩-١-١١ مه نېټه د کابل ميديوتيک په دفتر کې د ماسپښين په درې بجو پېل شوه . دغې غونډې درې برخې لرلې، په لومړۍ برخه کې يې د استاد حبيب الله رفيع او استاد نجيب...