د مصور خپررندوى بنسټ د خپرو شويو کتابونو په اړه د کره کتنې غونډه !
مصور بنسټ د ماشومانو لپاره پدې روستيو کې يو شمېر کتابونه چاپ کړي چې په همدې کتابونو د کره کتنې او د مصور بنسټ د نورو کارونو په اړه يوه تنقيدي او د ماشومانو د ادبياتو په اړه معلوماتي غونډه پرون يکشنبه ٢٠٠٩-١-١١ مه نېټه د کابل ميديوتيک په دفتر کې د ماسپښين په درې بجو پېل شوه .
دغې غونډې درې برخې لرلې، په لومړۍ برخه کې يې د استاد حبيب الله رفيع او استاد نجيب منلي خبرې، په دوهمه برخه کې يې د ښاغلي زغم يوه لنډه تنقيدي ليکنه وه چې د مصور بنسب په خپرو شويو کتابونو يې ليکلې وه او درېيمه برخه يې د غونډې د نورو ګډونوالو خبرو اود مصور بنسټ په سايټ او مجلې چې د ماشومانو په اړه به خپرېږي خبرو ته ځانګړې شوې وه .
په سر کې استاد حبيب الله رفيع خپل خبرې پيل کړې:
ماشوم وړوکى دى خو د ماشومانو لپاره پنځونه ډېر لوى کار دى چې ډېر دقت غواړي .
په نړۍ کې د ماشوم لپاره ډېرڅه ليکل کېږي او ډېر مسئولانه کار کېږي، ماشوم ته په نړۍ کې ډلييز کار ډېر کېږي، چې له ډېرو مرحلو نه تېرېږي.
ژباړه په اوسني وخت کې د ماشومانو لپاره يو ډېر ګټور شى دى خو که مونږ له نورو ژبو نه ژباړه کوو د ژباړې مکاني او زماني شرايط بايد په پام کې ونيسو، هغه مطلب چې مونږ يې د خپلو ماشومانو لپاره ژباړو بايد نامانوسو نومونو ته يوښه بديل پيدا او نورې کلتوري او ټولنيزې اغېزې بايد په پام کې ونيسو، ژباړل شوې کيسه يا مطلب بايد داسې وژباړل شي چې ماشوم فکر ونه کړي چې دا کيسه پردۍ ده، د ماشوم لپاره ليکل شوي مطالب بايد په دقت اډټ شي چې له املايي او معنوي ترېروتنو نه پوره پاک شي.
د مصور ټولنې داکار د قدر وړ دى خو ددى لخوا بايد داسې کتابونه نشر شي چې د ماشومانو غوښتنې او ذوق خړوب کړي .
د چاپ نه مخکې بايد کتاب په غور اډټ شي او داسې برابر شي چې ګټه يې څو چنده شي، که څوک په کتاب پيسې ورکوي چې داسې فکر ونه کړي چې خپلې پيسې يې بې ځايه لګولي دي .
ورپسې استاد نجيب منلي خپلې څرګندونې داسې پيل کړې:
زه د ماشوم د ادب په تيوريک اړخ خبرې نه کوم، ما د ماشوم د ادب په هکله تر سل دوه سوه زيات کتابونه لوستي دي . يو د مکتب او نساب کتابونه دي چې په ډلييزه توګه او د ادارو لخوا رامنځ ته کېږي او بل د ليکوال لخوا د ماشومانو لپاره آزاد ادب پنځول دي، په غرب کې دغه توليد ډېر دى چې خلک پکې انتخاب کوي او د ماشومانو لپاره يې کتابونه د عمرونو سره سم په کټه ګوريو وېشلي دي، دغه کار هلته ناشر کوي، چې ددې کټه ګورۍ لپاره کوم خاص معيار لا تر اوسه ماته په لاس ندى راغلى.
زما په فکر ماشوم ته بايد د لوستونکي په سترګه وګورو نه د ماشوم په سترګه، ماشوم ډېره د جذب ماده لري، زما په فکر ماشوم لپاره نامانوس څه نشته ماشوم په هرڅه باندې فکر کولاى شي، د غټانو لپاره به په ساينس فکشن او کارتون باندې فکر کول او پوهېدل ګران وي خو ماشومان په داسې مطالبو او فلمونو ډېر ښه پوهېږي.
د ماشوم لپاره په ادب پنځولو کې بايد اخلاقي او ټولنيز معيارونه په نظر کې ونيول شي، کله چې د ماشوم لپاره څه ليکئ په دې فکر وکړئ چې څه وليکو، په دې فکر مه کوئ چې څنګه يې وليکو.
ددې مطالبو پر ځاى چې په ماشوم باندې پيغام بار کړو داسې ليکنې کول پکار دي چې ماشوم ترې خوند واخلي، مکتب ښه شى دى، تعليم ښه شى دى، د مشر ادب کول پکار دي، ددې پرځاى ماشوم ته (( هله چرګې منډه که، دانه ټوله راغونډه که )) ډېر خوند ورکوي. ماشوم فکري محدوديتونه هم لري، ماشوم ته چټلې خبرې خوند ورکوي، خو مونږ بايد دا خبرې ورته ونه ليکو، زمونږ هدف د ماشوم تر څنګ د ماشوم مور او پلار هم دي .
که زه يو فلسفي متن ليکم هغه د عام سړي لپاره نه ليکم، نو د ماشوم لپاره هم بايد همداسې خاص کار وشي چې د ماشوم لپاره د ماشوم په ژبه او د ماشوم له روحيې سره برابر وي.
د ماشوم لپاره ژباړه ډېره ګټوره ده چې په ايرانۍ فارسي کې د ماشومانو لپاره ډېر کار شوى دى، خو که مونږ د ايرانۍ فارسي پر ځاى له انګليسي نه ګټه واخلو دا به ډېره ټولنيزه ګټه ولري، مونږ يو غني شفاهي فرهنګ هم لرو چې دغه د ماشوم لپاره تر هرڅه ډېر کټور دى، په فرانسه، انګلستان او نورو اروپايي هېوادونو کې همداسې ټولنيزې کيسې د ماشومانو لپاره کارول کېږي او فلمونه پرې جوړېږي، ما د خپل هېواد د خپلې سيمې يوه کيسه هلته په فرانسوي ژبه ليکلې وه چې په تالار کې ماشومانو اولويانو ټولوته دومره په زړه پورې وه چې د کيسې ترپايه مچ هم رپ نه واهه.
ماشوم د مسلسلو لوستلو ظرفيت نه لري، ددې پرځاى تصويرونه او رنګونه د ماشوم لپاره ډېر جالب دي، کيسه بايد اوږده نه وي چې ماشوم يې په يوه ناسته کې ونشي لوستلاى له ٥٠٠٠ کلمو نه بايد زياته نه وي .
يوازې کيسه نه بلکه نورې موضوعګانې هم کولاى شئ ماشوم ته وليکئ خوکه د ماشوم له روحياتو سره يې برابرې کړئ .
زما ميرمن نالوستې ده، کله به چې ما يوه کيسه وليکله اول به مې خپلې مېرمن ته اوروله که به پرې وپوهېده او خوند به يې ترې واخيست هغه کيسه به مې ساتله او که به ورته په زړه پورې نه وه هغه کيسه مې بيا نه ساتله، نو کله چې يوڅه وليکل شي بايد د چاپ نه مخکې و ازمويل شي.
د استاد منلي د خبرو نه روسته د ښاغلي زغم تنقيدي ليکنه چې د ماشومانو لپاره د مصور بنسټ په چاپ شويو کتابونو يې ليکلې وه د غونډې برخه والو خبرې وکړې . همدغه ليکنه دلته را اخلو .
د ماشومانو لپاره د نويو ژباړل شويو کتابونو په هکله څو خبرې !
په دغو کتابونو کې چې مصور بنسټ خپاره کړي ځينې نيمگړتياوې راښکاره شوې چې تاسو سره يې شريکوم .
موضوع : د کيسو د موضوع په باب پوره غور نه دى شوى، د بېلگې په توگه ( که چېرې يو موږک ښوونځي ته يوسې) زموږ د ماشومانو لپاره ځکه مناسبه کيسه نه ده چې دوى موږک ناولى ګڼي، زموږ ماشومان په کور کې موږک نه ساتي چې بيا يې له ځان سره ښوونځي ته د بولو صحنه هم په ذهن کې مجسمه کړي، زما په گومان دا کيسه به ماشومانو ته خوندوره نه وي .
ژباړه : (( وروسته وړاندې )) هغه کتاب دى چې له تېروتنو مالامال دى يوڅو نمونې يې دلته وگورئ !
الف - د چرگانو دهقان په چټکۍ سره راغى او چرگان يې ماړه هم کړل .
د چرگانو دهقان يعنې څه؟ چرگان يې ماړه هم کړل، نور يې څه ورباندې کړي و چې ماړه يې هم کړل؟
ب - د غواگانو بزگر.
داهم د چرگانو دهقان غوندې عجيب عبارت دى.
ج - هغه خواته د پل او په ښار کې .
کېداى شي چې موخه يې ( د پله هاخواته په ښار کې ) وي .
د - (( په کلي کې اور لگېدلى )) ريس چيغه کړه .
ځينې وخت زموږ ژباړونکي دا خبره په پام کې نه نيسي چې د خپلې ژبې قواعد مراعات کړي، پښتو کې اول ويناوال يادېږي او بيا يې وينا نقل کېږي پورته جمله بايد داسې شي : رييس چيغه کړه : (( په کلي کې اور لګېدلى))
هـ - او لوى پول په خپل ځاى ټينگ ودرېد.
ما د کيسې انگليسي متن ندى کتلى خو باور لرم چې ژباړونکى پدې جمله کې هم تېروتى دى .
املايي او ژبنۍ تېروتنې : بيا هم د (( وروسته وړاندې )) له کتابه څو بېلگې .
پلاران ( پلورنه ) وشکاول ( وشکول ) واچلول ( واچول )
ګيرې ( ږيرې) تېرېگي ( تېرېږي ) راخکته ( راکښته )
د ( گ ) پرځاى ( ګ ) او د ( له ) پرځاى ( د ) خو بيخي بې درېغه راغلي وو.
ټول پوهېږو چې ددې کتابونو لپاره پيسې له کومه راغلي دي، پکار و چې د ژباړې لپاره د کتابونو په غوره کولو پوره غور شوى واى، د کتاب ژباړل شوى او کمپوز شوى متن بايد د يوه تکړه ملگري له خوا کتل شوى او تېروتنې يې اصلاح شوې واى. که څه هم نور کتابونه دغه ستونزې نه لري او د بهيروالو زيار د قدر وړ دى خو ددې لپاره چې په گانده کې د تېروتنو مخه ونيسو بايد ډېر پام وکړو .
په درنښت
محب الله زغم
په ليکنه له خبرو نه روسته د غونډې برخه والو ته وخت ورکړل شو که څه ويل غواړي.
ښاغلي نبي تدبير وويل :
ماشومانو لپاره بايد په ليکنو کې يوه زدکړه او يو پيغام ولرو، زمونږ ځينې فلکلوريکې کيسې داسې دي چې د ماشومانو لپاره د ګټې پرځاى تاوان کوي، زما په فکر که په دغو فلکلوريکو کيسو کې د ماشوم په ګټه بدلون راشي ښه به وي .
چې د ښاغلي تدبير له لومړۍ خبرې سره استاد منلى همغږى نشو او زياته يې کړه چې د ماشوم لپاره يو جالب او په زړه پورى مطلب ليکل او په ماشوم يې لوستل پخپله يو پيغام دى، چې بايد مونږ بايد ډېره برخه د ماشوم تفريح ته ځانګړې کړو، او له دوهمې خبرې سره يې استاد رفيع همغږى نشو او ويې ويل چې فلکلور بايد څنګه چې دى هماغسې خوندي شي، ټولې فلکلوريکې کيسې د ماشومانو لپاره نه دي خو که د ماشوم لپاره په فلکلوريکو کيسو کې د ماشوم په ګټه بدلون راشي ښه خبره ده .
ورپسې ارش ننګيال ته بلنه ورکړل شوه چې په دې برخه کې په خپلو تجربو خبرې وکړي . نوموړي وويل :
د ماشومانو لپاره ليکل رښتيا هم ډېر ګران کار دى، زه د ماشومانو سره ناست يم او ډېر وخت ورسره نيږدې پاتې شوى يم، د بي بي سي په تعليمي پروژو کې د ماشومانو لپاره پروګرامونه جوړېږي او زه په همدې پروژه کې په خپلو کارونو او تجربو خبرې کوم، په سر کې مې يوه کيسه پيدا کړه، سکرپټ مې وليکه، ډېر خوشحاله وم چې دا کيسه به ګوندې ماشومان خوښه کړي، خو کله چې ماشومانو سره کېناستم او هغوى ته مې مخې ته کېښوده ماشومان زما په ليکل شوې کيسه هيڅ نه پوهېدل، خو که مونږ د ليکلو په وخت کې خپل لوستونکى او خپل مخاطب هېر نه کړو ارو مرو د خپل مخاطب لپاره په زړه پوري څه پنځولاى شو.
زما په فکر د ماشوم لپاره که ليکل کوو ٥٠ په سلو کې بايد تفريح په نظر کې ونيسو او ٢٠ په سلو کې که مالومات وي او نور بي بيا نور پيغامونه .
د ماشوم منطق ډېر څه مني چې بايد پدې اړه هر ليکوال فکر وکړي، ماشوم د احمد او محمود کرکټر هېروي خو دېوان او پېريان يې نه هېرېږي، ماشوم ته ونه هم خبرې کولاى شي، د ماشوم منطق دا مني هم او له همداسې يو مطلب نه خپل پيغام هم ترلاسه کولاى شي، ماشوم لپاره که څه ليکو بايد د لنډون نه کار واخلو، ماشوم يوه خبره په څو ساګانو کې کوي، نو مونږ هم بايد ورته لنډې او د ماشوم په ژبه جملې وليکو، بايد په خپله موضوع فوکس وکړو او په کيسه کې کيسه راپيدا نه کړو.
ور پسې د مصور ټولنې په ويب پاڼې او مجلې باندې خبرې وشوې او مازديګر ناوخته غونډه پاى ته ورسېده.
ګزارش : نصرت الهام