غزل
دلته د غم شور، دلته د شپو شور
په دې تيارو کې، د اندېښنو شور
چوپتيا شوه ختمه، زړه مې راويښ شو
د چا د شونډو د موسېدو شور
تا به بدنام کړي، ما به رسوا کړي
په نيمه شپه کې ستا د بنګړو شور
(( دلته بازار دى، هلته بازار دى
پکې خرڅېږي د پښتنو شور ))
د شيخ په لاس کې وي د تسبو شور
زما په لاس کې د زولنو شور
دلته خرڅېږي ايمان په بيه
د څو پيسو شور، د څو انو شور
الهامه ژوند دی له دې نه جوړ دی
څه د خندا شور، څه د سلګو شور
نصرت الهام
12.01.2009
- نصرت الهام
د مصور خپررندوى بنسټ د خپرو شويو کتابونو په اړه د کره کتنې غونډه !
مصور بنسټ د ماشومانو لپاره پدې روستيو کې يو شمېر کتابونه چاپ کړي چې په همدې کتابونو د کره کتنې او د مصور بنسټ د نورو کارونو په اړه يوه تنقيدي او د ماشومانو د ادبياتو په اړه معلوماتي غونډه پرون يکشنبه ٢٠٠٩-١-١١ مه نېټه د کابل ميديوتيک په دفتر کې د ماسپښين په درې بجو پېل شوه . دغې غونډې درې برخې لرلې، په لومړۍ برخه کې يې د استاد حبيب الله رفيع او استاد نجيب...
13.01.2009
- نصرت الهام
...