13.01.2009
- نصرت الهام
غزل
دلته د غم شور، دلته د شپو شور په دې تيارو کې، د اندېښنو شور
چوپتيا شوه ختمه، زړه مې راويښ شو د چا د شونډو د موسېدو شور تا به بدنام کړي، ما به رسوا کړي په نيمه شپه کې ستا د بنګړو شور (( دلته بازار دى، هلته بازار دى پکې خرڅېږي د پښتنو شور ))د شيخ په لاس کې وي د تسبو شور زما په لاس کې د زولنو شور دلته خرڅېږي ايمان په بيهد څو پيسو شور، د څو انو شور...
14.01.2009
- نصرت الهام
هوا !
زاري ده نوره مه سړېږه !زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه نور دسړو سيليو تا ب نه لري هسې له عمر نه زلمي ښکارېږي په خدايږو ختم دي شباب نه لري هوا ! منت کوم سړه چې نه شې !زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې بس ديوې مړۍ ډوډۍ له پاره په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي
هوا !وړنده خونه يې وګوره ته !له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه پر سړکونو کونډې بورې ناستې پر سړه زمکه يې بچوڼ...