هوا !

زاري ده نوره مه سړېږه !
زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه نور دسړو سيليو تا ب نه لري
هسې له عمر نه زلمي ښکارېږي په خدايږو ختم دي شباب نه لري
هوا !
منت کوم سړه چې نه شې !
زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې
بس ديوې مړۍ ډوډۍ له پاره په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي

هوا !
وړنده خونه يې وګوره ته !
له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه پر سړکونو کونډې بورې ناستې
پر سړه زمکه يې بچوڼي پراتـــه
يخ يې په ستوني کې چغار و ژلى څه وکړي ؟ وږي دي تر هورې ناستې

هوا !
دخداى پارده سړه چې نه شې کورنه وتلې زموږ وړې سوالګرې
شپه نيمايي شوه ستنې شوې نه دي
ښايي چا ، ور وربېرته کړي نه وي له ولږې سستې دي راغلي نه دي
هسې نه مړې نه شي خو نکاره نه شې
هوا !
زاري ده نوره مه سړېږه !!!!


Numandost75@yahoo.com

محمد نعمان دوست