غزل

نه وطن جوړ شو نه اباد بدل شو
هېواد پردی شولو هېواد بدل شو
ګل پېښور په وينو ولمبېدۀ
حيات اباد په مرګ اباد بدل شو
دلته جهاد و چې په جنګ واوښتۀ
او بل جنګ راغی په جهاد بدل شو
د زړه غمونه په اهونو بدل
د زړګي درد مې په فر ياد بدل شو
کابل خو پرېږده چې بدل، بدل دی
زما پښتون جلال اباد بدل شو
چې ستا وصال مې په هجران بدل شو
نو ستا ديدن مې ستا په ياد بدل شو
د زنده باد جنازه ووتله
او مرده باد په زنده باد بدل شو
په نوي دور کې زوړ پاتې نشو
شيرينې ستا دغه فرهاد بدل شو

فرهاد هلمند