خدايه دا څه په زورور جانان دې واړولوم خاطره
ارش ننګيال
نه په زور دى نه په زردى او نه هم په زاريو، چې کله راځي نو نه غم ګوري نه ښادي، نه خوب او نه ويښه، لکه ماغوندې هغه هم د ژوند ناخوالو لېونى کړى، کله ديود ښادۍ زېرى راوړي، کله د بل دسلګيو اوساندو ډالۍ، کله خو د جانان د بې پايه خوښۍ او يا هم دفراق په خوندونو او غم کې بې حاله وي او کله دومره خوښ وي چې له ځانه پرته هرڅه يې له ياده وتي وي ، ډېره موده رانه مرور شوى دى، زما او د هغه تر منځ دومره تو پير دى چې زما د يو مين زړه دى او د هغه د شا... ځه نه يې وايم، چې ډېر نرى زړه لري داسې نه چې بيا رانه خپه شي.
تېره شپه چې ما يې هيڅ تمه نه درلوده يو ناڅاپه راغلى ګيلې او کيسې يې راسره وکړې بيا غاړه غړۍ اوده شو .
د يو غزل الهام يادوم چې بېګايې راسره شپه وه !
سهار راپاڅېدم او د جانان د خولې سندرې مې د کاغذ پر مخ وليکلې بيا مې څو واره له ځان سره زمزمه کړې بيا مې دراز او نياز ملګري الهام ته د مرور جانان د راتلو او سندرو پيغام واستاوه، هغه هم له همداسې زورور جانان سره جانان دى .
شېبه وروسته الهام راته تلفون وکړ: (( والکه د هغو سندرو سر خو راته ووايه!))
ما وې نه ! په سروکي څه نه کېږي ټول درته وايم .
- نه دومره کريډټ نه لرم
- ښه سمه ده غوږ شه !
يوې شپې سره مې شپه وه
هديرې سره مې شپه وه
- وا وا ډېرښه ! يوې شپې سره مې شپه وه ، هديرې سره مې شپه وه . ښه نور .
له ښه نور سره مې يو بل بيت ورته ووايه .
بې له شوره زندګي وه
جنازې سره مې شپه وه
- څومره ښه !
ما ورته ووې وه هلکه که کريډټ دې لږ وي چې زه زنګ ووهم . هغه په منډه ځواب را کړنه،نه د کريډټ غم مه کوه دومره شته ، مخکې لاړ شه .
- سمه ده ! بل بيت
په دې سترګې رانه باسي
ميکدې سره مې شپه وه
درته ياده شي غزله ؟
چې نشې سره مې شپه وه!
- څومره ښه !
- داسې شاړ چې درته ښکارم
له توبې سره مې شپه وه
- ډېر مزه دار ، ډېر عالي .
- تقدس مې هم ساتلى
له تسبې سره مې شپه وه
- څنګه؟ پوه نه شوم !
- تقدس مې هم ساتلى
له تسبې سره مې شپه وه
- له تشبې سره مې شپه وه ؟؟
- نه نه له تسبې سره مې شپه وه .
- ښه ، ښه
تقدس مې هم ساتلى
له تسپې سره مې شپه وه
ډېر ښه، خوند يې وکه !
- څه بې درېغه سوځېدمه
د لمبې سره مې شپه وه
- ډېرښه ، ډېر عالي .
- چې ملنګ يې شوم ننګياله
له ډيوې سره مې شپه وه
- خوندور غزل دى! وه هلکه د ( ملنګ) په ځاى ( پتنګ ) ښه راځي
چې پتنګ يې شوم ننګياله
له ډيوې سره مې شپه وه
- اوس دې راجوړ که
- بيا ونه وايې ! چې په زور او زېر مې نه دى اورېدلى ، له همدې سره يې د تلفون کريډټ خلاص شو خو غزل پاى ته رسېدلى و.