غزل
حکمت الله سروش / انډيا
تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و
ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و
څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه
ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګې عادت نه و
ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا
مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و
نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم
مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت نـه و
مــــا هــــم درتـــه چـــېرې د خــپل زړه خبره ونه کړه
تــا هــــم اى جـــانانه کلـــه کــړى د عشق ست نه و
24.07.2008
- نصرت الهام
غزل
شاه سعود سعود
سترګو کـــې هــر څـه د جـانان دي ته خـــبريې کنه؟ستــوري هــم بېــــرتــه راروان دي ته خــــبر يې کنه؟
دا جـــينــکۍ چـــې درلـــه راغـــلې د بــــــــابـا مـزارهد دوى پـــه زړونـــو هلـکـــان دي تــــه خــبر يې کنه؟
دا خــنداګانــــې خو مو هسې په وښکو خپرې ديزمـــوږ د زړه کـــــورونه وران دي تـــه خـبر يې کنه؟...
27.07.2008
- نصرت الهام
خدايه دا څه په زورور جانان دې واړولوم خاطره ارش ننګيال
نه په زور دى نه په زردى او نه هم په زاريو، چې کله راځي نو نه غم ګوري نه ښادي، نه خوب او نه ويښه، لکه ماغوندې هغه هم د ژوند ناخوالو لېونى کړى، کله ديود ښادۍ زېرى راوړي، کله د بل دسلګيو اوساندو ډالۍ، کله خو د جانان د بې پايه خوښۍ او يا هم دفراق په خوندونو او غم کې بې حاله وي او کله دومره خوښ وي چې له ځانه پرته هرڅه يې له ياده وت...