غزل
شاه سعود سعود
سترګو کـــې هــر څـه د جـانان دي ته خـــبريې کنه؟
ستــوري هــم بېــــرتــه راروان دي ته خــــبر يې کنه؟
دا جـــينــکۍ چـــې درلـــه راغـــلې د بــــــــابـا مـزاره
د دوى پـــه زړونـــو هلـکـــان دي تــــه خــبر يې کنه؟
دا خــنداګانــــې خو مو هسې په وښکو خپرې دي
زمـــوږ د زړه کـــــورونه وران دي تـــه خـبر يې کنه؟
بس تـشې زلفې خو دې نه دي چې درټولې يې کړې
دلتـــه څوک نــور هم پـــرېشان دي ته خبر يې کنه؟
24.07.2008
- نصرت الهام
غزل
جلال امرخېل
نـه د مــشرق په لــوري لــمر پـرېوځي نه مې تندی دا ستــا په در پــرېوځي
د کــابل جــان ګــلونــو رنـګ وبايـلــه جــوړ کـــوم افـــت په پېښور پرېوځي
دا خــــو مـې ړنګه کــړه مــاڼۍ د غاور دا چــې هــر کاڼی مــې په سر پرېوځي
ښه ده چې ته خو بې وعدې شوې راته ښه ده چــــې ستــوری د سحر پرېوځي...
24.07.2008
- نصرت الهام
غزل
حکمت الله سروش / انډيا
تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګې عادت نه و ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې،...