غزل
محب الرحمن محب
زما پرشونډوله مودو مودو نه سوال پروت دی
ګلُې ! خو ستا په دواړوسترګوکې جلال پروت دی
ياد دې باور وکه زما په زړه ورېږي داسې
ته وا چې ټول عمر په سرو شګو بلال پروت دی
شپې که هرڅو دبغاوت جنډه راپورته کړله
خو دسپوږمۍ په سپينه غاړه کې مېډال پروت دی
دا د سرکوزو غلامان دې راته نه را لېږي
زما په سر دی لنګوټی ستا په سر شال پروت دی
پښتون غرور دچا بدرنګ سرور ته نه نڅېږي
دژمي سيوری دی تر څنګه ددېوال پروت دی
وشوه موده چې مومن خان مو پړ مښکو وړی دی
وشوه موده چې دښامار په خوله کې لال پروت دی
27.07.2008
- نصرت الهام
خدايه دا څه په زورور جانان دې واړولوم خاطره ارش ننګيال
نه په زور دى نه په زردى او نه هم په زاريو، چې کله راځي نو نه غم ګوري نه ښادي، نه خوب او نه ويښه، لکه ماغوندې هغه هم د ژوند ناخوالو لېونى کړى، کله ديود ښادۍ زېرى راوړي، کله د بل دسلګيو اوساندو ډالۍ، کله خو د جانان د بې پايه خوښۍ او يا هم دفراق په خوندونو او غم کې بې حاله وي او کله دومره خوښ وي چې له ځانه پرته هرڅه يې له ياده وت...
30.07.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :بختیارځدراند راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.comنيټه : 27-07-2008
غزل
بختيار ځدراڼ
اروا چې کلــــــــه هـــم شي ځـــوانه ،بياځــــــان نـه پټوي
راوړي نازونــــه ښــــه پرېمـــانه ،بيــاځـــــان نـــــه پټوي
پلـــــــو لـــه ګـــــــوتو تاووي څــــه پــــه نــــــخرو روانــــه
اور به ترې واخلې ګوره ځـــــــوانه،بياځــــــان...