دشعر په اړه

پښتون

دشعر په اړه پوهانو رنګا رنګ اندونه وړاندې کړي چې همداددې ثبوت دى چې وايي (  دتغزل تعريف که هر څومره ښه وشي  دتغزل سره ظلم دى خوزه بياهمداخبره دشعر اوشعريت په برخه کې هم کوم چې که هرڅومره هراړخيز ياپه بله اصطلاح جامع اومانع تعريف يې وشي نو دشعر اوشعريت سره به ظلم شوى وي .
مخکې مې يادونه وکړه چې دشعر په اړه پوهانو مختلف اندونه وړاندې کړي چې زه يې په بيا تکرار ستاسې وخت نه نيسم .
 خوزه بياوايم چې شعر (تسبې) دي اوشاعر (تسبې ) جوړونکى دى تسبى که د چا په لاس کې وي هم زکر  پرې کوي شي او هم حساب اوشمېره پرې کولاى شي ان تردې چې د زکر پرځاى پرې (( رام رام))  يادولى شي خو زمونږ په مسلمانه ټولنه کې دې داسې څوک خداى نه پيدا کوي چې د رب پرځاى پرې د رام زکر وکړي او بله خبره چې دلته ديادولو وړده هغه دا چې پردې هم بايد غور وشي چې تسبې جوړې درب دزکر لپاره دي نه درام دزکر لپاره چې همدغه خبره دشعر په اړه هم مطرح ده شعر دزړه آواز دى او دشاعر په قول  .
چې دزړه په سر بلېږي
شعر لوګى دهغه اور دى
شعر دپاکې جزبې ژبه
 شعر دزړه ددرياب شور دى
چې دزړه ددرياب شور دى او له زړه سرچينه اخلي نو شعر سپېڅلى پردې شو چې زړه سپېڅلى دى نو دغه ډول سپېڅلى شى (شعر) هڅکله ناسپېڅلې معنى نه شي لرلاى او هغه چې لري يې هغه هم دهغه شاعر تخليق وي چې قرآن  هغه شاعران له داسې شاعرانو  استثناکړي .کوم شاعر ته چې زمونږ خوږ پېغمبر حضرت محمد (ص) خپل ممبر پرېښى و او ورته ويلي يې و چې ووايه شعر ووايه زما مور پلار دې له تا قربان شي .
نوپايله دا شوه چې شعر له سپېڅلي ځاي (زړه ) څخه سرچينه اخلي اولکه تسبې ديوې سپېڅلې معنى لپاره کارېږي اوهغه چې نا سپېڅلې معنى ترې اخلي هغه په اصل کې دهغه سړي خپل زړه ناسپېڅلى دى او خپل زړه يې همدا ناسپېڅلې معنى ورته مخته کوي او په دغه تسبو درب پرځاى درام زکر کوي .
دمثال په توګه يوڅوشعرونه وړاندې کوم .
خوشحال بابا وايي :        
  زه خوشحال کمزوى نه يم چې به ډار کړم
                                                                      په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه
دغه شعر چې ځنې يې په ښکاره (ظاهري ) معنى کاروي او ګمان کوي چې ګوندې خوشحال بابا په کوڅوکې نارې وهي چې ماته يار خوله راکړې هم کارولى يې شي اوخپل زړه همدغه ورته وايي چې دغه مجازي مانا يې هم ښه ده ، او که داسې نوي نو ولې پکې سپېن زړو انسانانو ته دغه معنى ښکاري او وايي چې دلته دخوشال بابا آره مانا دانه بلکه خوشحال بابا دلته داويل غواړي چې زه کمزورى اوډارن نه يم  دحق دنارې په اوچتولو کې له هچا نه وېرېږم اوپه ښکاره نارې وهم (چې خوله يې راکړه ) يعنې خداى پاک خوله ماته همدې  لپاره راکړې چې زه پرې حق ووايم او له هچا څخه ډار ونه کړم .


خلک چې لاس پورته کړي جنت غواړي
زه چې لاس اوچت کړمه نو تا غواړم
دلته له دې شعر څخه يوڅوک مجازي مينه هم مرادکولى شي اوکه يوصوفي اوعارف يې ولولي نودهغه پرټنډه به ارو مرو دخوښۍ نښې وګورئ ځکه چې دهغه  ذهن به خامخا دحقيقي مينې په لور درومي  يعنې داسې تصوربه کوي چې خلک خوبه جنت غواړي يولالچ به لري چې لاس لپه کوي  خوزه تاغواړم او ته مې منزل يې(( اى لويه ربه)) ته چې رانه راضي شوې جنت خو پخپله زما دى نو زه ولې تاته دجنت لپاره لاسونه لپه کړم بلکه تا غواړم او ستا رضا زما نزل مقصود دى  .
اوس به ارومرو دې  نتيجې ته رسېلي يو چې شعر دتسپو مثال لري شعر دزړه پورې اړه لري که يوزړه پاک وي مانا ترې پاکه اوسپېڅلې راوځي خوکه يوزړه ناپاکه وي نودشعر موخه بل ډول تعبيروي .
داسې هم وي چې که کوم شاعر  يوشعر ليکي په هغې کې که زمونږ ذهن بيخي دحقيقي مينې په لور يون هم نه وي کړى  خو داسې سپېن زړي کسان شته چې هغه دخپل سپېڅلي زړه په زور ترې سپېڅلې او حقيقي معنى اخلي چې دايوه دپام وړ خبره ده اوورسره دايادونه هم اړينه ده چې هغه مجازي معنى چې مونږه يې رومان بولو په شريعت کې يې مخنيوى ندى شوى داسې ډېر حديثونه شته چې په هغې کې دمجاز مينه او دمجاز شاعري ( رومان ) شته .

هغه حديث چې د يو صحابي نکل پکې راغلى ديادولو وړ دى ، وايي چې يو صحابي د يوې وينځې سره نکاح کړې وه کله چې هغه آزاده شوه نو دده نکاح ماته شوه د دوهم ځل لپاره هغې وينځې صحابيې چې آزاده شوې وه نکاح ته زړه نه و ، خو صحابي پرې ميين و او نه يې شول کولاى له هغې پرته ژوند وکړي ، نوموړى صحابي خوږ پيغمبر ته راغلو او ويته يې خپل زړه پاڼه پاڼه کړ ، خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغې صحابيې ته د دوهم ځل د نکاح لپاره وويل هغې صحابيې خوږ پيغمبر ته وويل دا ستاسې امر دى او که هيله که امر وي خو په دواړو سترګو زه ورسره نکاح کوم او که هيله مو وي زه بښنه غواړم او دده سره نکاح نه شم کولاى له هغې وروسته به دغه صحابي په دښتو ګرځېده په سر به يې شګې شيندلې او شعرونه به يې ويل خو خوږ پيغمبر ص منعه کړى نه دى .
همدارنګه د هغې حديث د منځپانګې يادونه هم اړينه ده چې يوې صحابيې په خپل کور کې سندرې ويلې جې آواز يې بهر خلکو هم اورېده ، چا خوږ پيغمبر ص ته وويل هغه يې ممانعت ونه کړ .

حکمتيارصيب  په خپل کتاب ( شعر وعرفان درمحک قران ) کې يو څوټکوته اشاره کړې اوپه صوفيانه شاعرانو اوشاعرۍ يې رد کړى حال داچې نيمه شاعري په صوفيانه افکاروولاړه ده نورهم دې ته ورته دنظر خاوندان دافکر کوي چې مونږه نشوکولاى چې رب ته اشنا ووايو، خو داسې نه ده اشنا په لغت کې بلد ته وايي ډېر  نږدې، بلد  ،چې همدغه معنى کارول هم دڅښتن تعالى لپار نامناسبه  نده ځکه چې څښتن تعالى پخپله وايي چې زه تاسې ته ستاسې له شارګ نه هم نږدې يم نو دومره چې څوک نږدې وي او هغه زات چې خپل بنده ته  وايي ته ماته يوه لوېشت رانږدې شه چې زه به يو قدم درنږدې شم ته يو قدم رانږدې شه چې زه لس قدمه درنږدې شم ته راروان شه چې زه درمنډه کړم نو هم به بلد وي هم به نږدې وي او هم به اشنا .
  همدارنګه که مونږ څښتن تعالى ته ښکلى ووايو داهېڅ ګنا اوهېڅ جرم ندى پيغمبر ص فرمايي ان الله جميل يحب الجمال  چې همدغه معنى يې ده چې الله ښکلى دى اوښکلاخوښوي نو څه رنګه کېدلاى شي چې مونږ دې ورته ښکلى ونه وايو .
همدارنګه که ( ښکلي) جمعه راغلي وي نو ښکلاخو هم ښکاره (ظاهري) هم پټه (باطني) ده چې باطني يې لا له ظاهري ښکلانه محترمه او معتبره ده دلته هغه روحانيون  او هغه باطني ښکلي او پېغمبران ياصحابه مراد کول کوم جرم نه دى . ښکلا داسلام نه دسپېڅلتيا نه استعاره کوم جرم نه دى او همدارنګه دپښتو استعاره کول له اسلام نه کوم جرم نه دى ، چې ددې هرڅه څېړنه په په راتلونکي کې وشي .
بايد يادونه وکړم چې مجاز يا مجازي مينه که يو څوک مجازي شاعري کوي هم مباح ده او داسې نشو ويلاى چې ګوندي مجازي شاعري او هغه شعرونه چې يوازې مجازي مانا ولري حرام دي .
نور بيا