دوه ټوکې
يو ماشوم له بل نه ( فوټ بال ) وغوښت ، لومړي ماشوم ورته وويل په هغې باندې پيل مرغان فوټبال کوي .
دې بل ماشوم وخندل او زياته يې کړه اى لېونيه پيل مرغان فوټبال کولى شي څه ؟
دوهم ماشوم ورته وويل که پيل مرغانو فوټبال نه شو کولى خو مابه چرګان درته ښودلي وو .
..........................................................................
يو ماشوم د يوې دروازې مخې ته ناست و او ژړل يې . يو سړى په لاره تېرېده ورته ويې ويل (( ولې ژاړې بچيه ؟ )) ماشوم وويل (( دې زنګ ( ټلۍ ) ته مې لاس نه رسېږي )) لاروي لاس پورته کړ او د زنګ تړۍ يې ووهله . ماشوم په خندا شو منډه يې کړه او ويې ويل (( ماما تښته چې اوس د کور والا راووځي )).
يادونه : يوه ټوکه ورسره مل کړى ، مهرباني
تنده بلوګ
25.10.2007
- نصرت الهام
غزل
جلال امر خېل
د خپل روح اصلي تصوير په ايېنه کې شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې
د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې
زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې
بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې...
28.10.2007
- نصرت الهام
دشعر په اړه
پښتون
دشعر په اړه پوهانو رنګا رنګ اندونه وړاندې کړي چې همداددې ثبوت دى چې وايي ( دتغزل تعريف که هر څومره ښه وشي دتغزل سره ظلم دى خوزه بياهمداخبره دشعر اوشعريت په برخه کې هم کوم چې که هرڅومره هراړخيز ياپه بله اصطلاح جامع اومانع تعريف يې وشي نو دشعر اوشعريت سره به ظلم شوى وي . مخکې مې يادونه وکړه چې دشعر په اړه پوهانو مختلف اندونه وړاندې کړي چې زه يې په بيا تکرار ستاسې وخت نه نيسم . خوزه بياوايم چې شعر (تسبې)...