غزل
جلال امر خېل
د خپل روح اصلي تصوير په ايېنه کې
شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې
د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده
ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې
زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله
کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې
بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې
که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې
25.10.2007
- نصرت الهام
يوه وطنۍ او يوه جاپانۍ هايکو
وطنۍ هايکو
يوه خبريال مو له کانديد وپوښتهصايبه ځان مو کانديد کړى څه تهده ويل ملي اپارتمان ته کنه
جاپانۍ هايکو
دپښوپه څوکوناستيوه چونګښه ،يولمرسوى ماشوم د...
27.10.2007
- نصرت الهام
دوه ټوکې
يو ماشوم له بل نه ( فوټ بال ) وغوښت ، لومړي ماشوم ورته وويل په هغې باندې پيل مرغان فوټبال کوي .
دې بل ماشوم وخندل او زياته يې کړه اى لېونيه پيل مرغان فوټبال کولى شي څه ؟
دوهم ماشوم ورته وويل که پيل مرغانو فوټبال نه شو کولى خو مابه چرګان درته ښودلي وو .
..........................................................................
يو ماشوم د يوې دروازې مخې ته ناست و...