آزادي
پير محمد کاروان
چې ماشـــــوم تـــه په لــلولـلوللوکې
مورپه مينه دوطن سندره وايــي
چې دغره توره بلبله باغ ته راشي
دسره ګل دشنه چمن سندره وايي
په غاټولوکې راټولې جينکۍ چې
دشهيددسره کفن سندره وايي
په جاموکې نه ځاييږي سړی لوی شي
نوايله دازادۍ په معنی پوی شي
ښايستوکې شکرغږي ماشومان چې
په کټ کټ اوپه چغارلکه طوطيان شي
کتابونه چې په زړونوپورې نيسي
جوماتونومکتبونوته روان شي
چې دپوهې او د راز خبرې زده کړي
چې له ځانه شي خبرهم له جهان شي
ازاديه مرحبابه درته وايو
دجنت ونه طوبا به درته وايو
چې په دښتوکې پرشال دشين خاليو
دپرديوشوبلوګرداوغبارنه وي
دشپونکي مسته شپېلۍ چې نغمې شيندي
چې پردي يې تاوله لاسودستارنه وي
دوطن کاڼووي سردمارکوټلی
ستادغاړې لال په خوله کې دمارنه وي
ازادي به دوه نومونه بختوروي
شپه دقدرښکلې ورځ به داختروي
چې دې زړه وغواړي تورځنګل ته راشې
لکه لمردپلوشوسندرې وايې
يادچاپرسترګوچتردبڼوشې
دغنمودلشوسندرې وايې
ياروان شې پاس دزاڼوپه کتارکې
دباران اودورشوسندرې وايې
حرکت وي برکت وي محبت وي
آزادي دخدای يولوی شانته نعمت وي
خوکه چيرې ستا آوازاوترنم څوک
په بدرنګوچيغوپيغودرخراب کړي
دغزلوموسيقي اونازکي دې
په ژړا اوپه سلګواوپه عذاب کړي
سره ګولۍ له تورې خولې دټوپک درشي
په رحيل کې سورپه وينوسپين کتاب کړي
راشه وايې خله نه ګل ده نه غوټۍ ده
آزادي بس په ورغوي کې سپرغۍ ده
چې دموردجنازې دکټ دپاسه
دڅرخي چورلکوسيوری ګرد تاويږي
پکې ناست مورمړی زوی وي لاس تړلی
په خپل تورباندې له سره نه پوهيږي
بس روان يې وي پرديوپنجروته
لکه باز دواړه وزرې يې ماتيږي
آزادي راته فرياد د هغې خورشي
چې دورورله ډېره غمه يې مړه مورشي
٢٨-اسد-١٣٨٥-کابل