حميده پکتيانۍ د کلېمې په مانا شاعره ده
ليکنه : شرر ساپی
حميده پکتيانۍ د پښتو ژبې د ځوان کهول خوږ ژبې شاعره ده، پلارنۍ ټا ټوبی يې د پکتيا ولايت دی او اوس د لرې پښتونخوا په پېښورښارکې د مسافرۍ شپې ورځې سبا کوي دپکتيانۍ له شعرونو سره د مېرمنو افغان ادبي بهير له برکته اشنا شوم پکتيانۍ د شعر ليکلو ډېرښکلی او زړه راښکونکی ذوق لري شعر يې ډېر روان او د لفظی او معنوي ښکلاګانو څخه ډک دی، هغه چې څه وايي دزړه نه يې وايې او دځا ن لپاره يې وايې، هڅه کوي چې خپلې ځانګړې تجربې راسره شريکې کړي، په شعر کې يې تکلف اوتصنع نه ترسترګوکيږي هغه په خپلو شعرونوکې اوسيږي او هنر يې د شخصيت ترجماني کوي، له شعرونو څخه يې ښکاري چې اسلامي زده کړ ې هم لري هغه په يو بيت کې وايې :
غالبه ده پرې څومره بدرنګي غفوره خدايه
دا ځينې خلک اوسې له ايمانه بيخي لرې
شاعرې په دغه بيت کې د بې ايمانه خلکو لپاره دخالق له نه نوي نومونو څخه د غفور نوم راخلي چې دفعول په وزن دی او مانا يې ده ډېر بښونکی يعنې سره له دې چې ځينې داسې خلک هم شته چې دهغو ی او دايما ن ترمنځ يې فاصله ډېره زياته ده خو چې ته يې نه نيسې نو ته غفور ذات يې په شعر کې هغه څه له شاعر څخه ډېرتکرايږي چې ورسره مينه ولري ،يا يې په لا شعور کې ځای نيولی وي او يا هم ورسره ډېر مخ کيږي خو دا هر څه شاعر په لاشعوري توګه کاروي ، شاعره د ريا له عبادته نه هم ډېر بد وړي او رياکار ته په سپکه سترګه ګوري، دغه بد خصلت په عمومي توګه کلاسيکو شاعرانو ډېر ياد کړی لکه رحمان بابا وايې:
دريا خرقه خدای مه کړه ورپه غاړه
رحمن کوږ دستا ر تړلی قلندردی
خو معاصرې شاعر ې دغه مانا په نوې بڼه راخيستې او ډېره ښه يې تصوير کړې ده لکه چې وايې :
ماته يې جامونه رامعلوم دي، ښه پرې پويه يم
دا معلومه نه ده چې سجدې د چا له ډاره کړي؟
هغه په هرځای کې خپل خالق شاهد اوحاضر بولي او دغه يوحس دی چې دګنا ه څخه لرې تښتي هغه په يوبيت کې وايي :
يو داسې ځای به چرته وي ؟!چې ډېره ګناه وکړم
ګوښه له پرښتــــو او له الله نه بيخـــي لــرې
په دغه بيت کې ډېر خوځښت اوحرکت نغښتی دی اولامل يې دادی چې شاعرې پکې دخبرې جملې پرځای انشايه جمله کارولې ده او طبعې ده چې انشايه جملې د خبري جملې په پرتله مانا ته خوځښت اوحرکت ورکوي شاعرې اسفهاميه جمله راوړي او دغه انکارې اسفهام دى يعنې داسې ځای لاتراوسه نشته چې هلته دې الله او پرښتې نه وي ، شاعر ه لکه دنورو عادي انسانانو په څېر يو انسان دی او په دې ټولنه کې اوسيږي ګناه ته يې زړه کيږي خو نه يې کوي خپل خالق په هرحال وينې او پرښتې ګوري چې هر عمل يې څاري اوله ځان سره يې ثبتوي داچې شاعر ه دغه خبره په ډاګه کوي داهم ددې دتقوی اوپرهېزګارۍ يو ثبوت راکوي دحضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کې يو والي هغه ته يوليک واستوه چې زما په سيمه کې دوه ډوله خلک دي يو يې بيخې ګناه ته زړه نه کيږي او يو يې ګناه ته زړه کيږي خو نه يې کوي کوم يو يې غوره دی حضرت عمر رضی الله عنه ورته وويل : هغه څوک غوره دى چې ګنا ه ته يې زړه کيږي خونه يې کوي همدغه فلسفه د پښتو ژبې فلسفي شاعر غني خان داسې راوړې ده:
چې دې وس دبدو نه وي
څه به ته څه به دې ښه وي
توبه هله دشرابو
چې شراب درته پراته وي
پکتيانۍ په دې عقيده ده چې بايد انسان دنورو انسانانو په خدمت کې خپل ژوند وقف کړي ا و دا ترټولو ښه عبادت دی رسو ل الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : خير الناس من ينفع الناس بهتر له خلکوهغه دی چې نوروته يې ګټه ورسيږي اغلۍ پکتيانۍ دغه خبره څومره ښه شاعرانه کړې ده.
هر سړی جنت ګټي، دوزخ ګټي خپل ځان وته
دلته داسې څوک دي چې ژوندون د بل لپاره کړي؟
نورخلک د خپل ځان په غم مړه دي خوشاعر ه خپل ټول ژوند دبل لپاره کوي شاعرې داسې هم ويلی شول چې يواځې پکتيانۍ ده چې ژوند ون دبل لپاره کړي خو دغه يې ځکه ونه ويل چې هغه له ريا نه کرکه لري نو ځکه يې په غايب باندې له متکلم نه تعبير وکړ اغلې پکتيانۍ دوطنپالۍ لوړ احساس لري خو دغه احساس يې لکه دبيلنډه بدرۍ په څېر نه دی شاعرانه کړی هغه په روانو حالاتو زوريږي او داقبال لاهوري هم هغه خبره تکراروي چې وايې :
ازفساد اوفساد اسيا
ازګشاد او ګشاد اسيا
اغلې پکتيانۍ وايې :
د دنيا خلک به سم راسـره سوځي
پکتيانۍ چې مو تر څو اخيستی اور دی
خو اغلې پکتيانۍ دغه خبره په داسې هنر کړې چې څوک پرې نه پوهيږي چې داقبال لاهوري دخبرې تکرار دی که په ژوره توګه ورته ځيرشو نو ويلی شو چې دغه بيت داقبال لاهوري دخبرې تاييد دی.
دشاعرې په شعرونو کې يوبل هنردادې چې زموږ روح او روان ته نيږدې شعرونه وايې کله چې يې شعر چې دبديعي ښکلا لباس وباسي نو په مستقيمه توګه په روح تاثير کوي راځې دغه بيت يې وګورو:
توبه ده داته څه وايې، چې زه وايمه داسې
ژوندون مې ښه تيريږي بې له تانه بيخي لرې
د اغلې پکتيا نې په شعرونو کې يو ښکلی هنر دادی چې هغه په ډانګ پيلې خبره کوي اوپه دې اړه له چا نه ويره نه محسوسوي:
د ځوانانو عاقبت خـو مو خـراب و
ورته ګوره جينکو اخيستی اور دی
او دمينې زوريې له خوشاله کم نه دی دخوشال خان غوندې په زوره چيغه وهي :
خوله مې له ماشوم رېبار نه واخيسته
ويل يې راته يار دې په مزو کې دی
دلته شاعرې د خپل زړه خبره کړې مينه يې کړې او خوله يې اخستې دا چې شاعره يو ه پوښتنه ده اوپه پوښتنه ټولنه کې ژوند کوي، نو دغه کلتورته احترام لري ا و د ريبار سره د وړوکي صفت يو ځای کوي ترڅو دټولنې لخو ا تهديد نه شي او نه ورته دتهمت ګوته ونيول شي ځکه چې له ماشوم نه کوکۍ او خوله اخستل کومه بده خبره نه ده، که حمزه بابا له سوال اوځواب نه مخکې دخپل ريبار خپې اولاسونه ښکلوي نو پکتيانۍ ترې په ښه خبرخوله اخلي، دپکتيانې مينه يوه عاطفوي او عفيفه مينه ده چې په ا غراضو نه د ه ولاړه او دمحبوب له ذات سره يې لري دخپل محبوب خوشالۍ دځان خوشالي ګڼې او يو اځې په دغه يوه زيرې ــ چې محبوب يې په مزوکې دی ــ له ريبار نه خوله اخلي هغه په مينه کې دوصال پلوي نه کوي او مينه بيلتون ګڼي هغه وايې :
ټول په دېدنونو غـوليدلـي دي
خوند خو ټول جانانه شـوګېرو کې دی
هغه په دې عقيده ده چې مينه فاصله ده او وصال نه دی او هغه څوک چې مينه وصال بولې تيروتلي دي نوځکه په خپل جانان غږ کوي چې : خوند خو ټول جانانه شـــــــوګېرو کې دی
پکتيانۍ چې دپکتيا ولايت اوسيدونکې ده د هيواد له پياوړي اونوښتګر شاعر پيرمحمد کاروان نه ډېره متاثره اواغيزمنه ښکاري په شعرونو کې ځای په ځای د کاروان رنګ ښکاري دبيلګې په توګه به يې دغه بيت راوخلو
نه ځم ورپـسې اوس پکتـيانۍ غـرونـو رغونو ته
سـترګې د يـار ګـورمه ګورګورې رانـه هېرې شي
پکتيانې د يار سترګې له ګورګورو سره تشبيه کړي اودغه تشبيه کاروان تردې مخکې کارولې ده هغه وايې :
تورو سترګو ته دې غلی غلی ګورم
غرنی يمه ګورګورې مې خوراک دی
خو پکتيانۍ په دغه بيت کې مو ږ ته پرته له تشبيه نو ر تصويرونه هم راکوي چې يو يې غرونو ته په ګورګورو پسې دنجونو تګ دی او نارينه شاعرانو ډېرياد کړی
تېر ماښا م سرې خولګۍ نجونۍ بېرته راغلې
په لمنو کې ګورګورې وې ته نه وي
خو ښځينه شاعرانو دغه تصوير ډېرکم يادکړى مو ږ دغه تصوير په کلاسيکو شعرونو کې په ځانګړې توګه بيا په ټپو اوسرو کو کې وينو د نو ی معاصرو ښځينه شاعرانو په شعرونو کې په نشت حساب دی هغه شعر په مقابل جنس ډېر اغېز شيندي چې دهغې دنفسياتو غوښتنو او د مقابل جنس دنفسياتو څرګندونه پکې شوې وي په پښتو ادب کې شاعرانو د خپلې معشوقې باڼه د غشو سره تشبيه کړي خو دغه ټولپوښتنه نه ده شوې چې ايا مقابل جنس ته دوسلو سره دبڼو تشبه کول څومره ارزښت لري، دغه ټکی پېړۍ پيړۍ بې ځوابه پاتې وو خو اغلې پکتيانۍ همدغې ټکي ته ځواب وايې او دشاعر خبره تاييدوي :
پام چې مې دا ستا د شوخ نظر په کږلېچونو شـي
کېږدم د بڼو وسلې سنـګرې رانه هېــرې شـي
د اغلې پکتيانۍ ټول شعرونه خپل دی او د خپلو نفسياتو څرګندونه کوی همدغه ده چې په مقابل اغېز شيندي ، خوند ترې اخلي زه دغې خوږژبې پوښتنې شاعرې لپاره دلابرياو غوښتونکی يم اوستاسې دذوق دخړوب په خاطر دهغې يوغزل ستاسې په مخ کې ږدم:
دا خو ستا سرو اننګو اخيستی اور دی
ما خو ويل چې که اوبو اخيستی اور دی
چې ارمان يې و زمونږ کورونه وران شي
اوس کورونو د هغو اخـيستی اور دی
د ځوانانو عاقبت خـو مو خـراب و
ورته ګوره جينکو اخـستی اور دی
يا ښکلا ته د مين ټينګ شوی نه دی
يا يې خپلو اسوېلـو اخيستی اور دی
د دنيا خلک به سم راســره ســــوځي
پکتيانۍ چې مو تر څو اخيستی اور دی