غزل

داسې نه چې ګنې مړه دي پښتانه
راويښيږي به ويده دي پښتانه

دنګ غرور يې د اسمان تڼۍ شلوی شي
خو په خاورو کې پراته دي پښتانه

بې قصوره د چا خون پر غاړه ناخلي
ستا د سترګو په څېر نه دي پښتانه

اوس شيندلي د حالاتو زلزلو دي
که نه کاڼي د يو غره دي پښتانه

دا چې هر څوک يې هوس کړي د خوړلو
غم همدا دی چې خواږه دي پښتانه

غزل ؛ ستا پر لېمو پورې او راپورې
لر او بر واړه باڼه دي پښتانه

نبيله غزل ، پېښور

 

             زړه دې له ځان سره سنبال وساته
                                                                                                            نظم
زړه دې له ځان سره سنبال وساته
ما ته يې مه راکوه جار دې شمه
زه درنه زړه ناخلمه
زه درنه تش محصول د سترګو غواړم
ته پرون نه وې ما دې لارې ته کاتنه

******
زړه دې له ځان سره سنبال وساته
څوک په محصول کې چا ته
دومره عظيمه تحفه نه ورکوي
نه ؛ تحفه نه ؛ رشتيا رشوت يادوم
نه ؛ رشتيا نه ؛ خوله مې غلطه شوله
د چا خوشبختې ، بختورې جينۍ
دغه سپېڅلی امانت يادوم

*******

زړه دې له ځان سره سنبال وساته
ما ته يې مه راکوه څه به يې کړم
هسې نه زه چېرته
سبا د سکول پر لاره
يا د ګودر پر ژۍ تيندک وخورمه
پړ مخې راپرېوزمه
او ستا سپېڅلی زړه
دغه شاعر زړه ، دغه ښکلی زړه
راڅخه ولوېږي او مات مات شي
زما د زړه درد به هم زيات زيات شي

********

زړه دې له ځان سره سنبال وساته
څوک په رشوت کې چا ته
نه رشتيا ، نه رشتيا ؛ غلطه شومه
څوک په محصول کې چا ته
دومره سپېڅلې تحفه نه ورکوي
نه رشتيا ؛ هو ، هو ؛ ورکوي يې خو
يو داسې کس ته
چې لږ تر لږه خو
د زړه ساتنه هم کولی شي
خو ؛
تا ته خو ښه پته ده
چې زه د ټول کلي چابکه جينۍ
زه ژبوره ، جنګيرکه جينۍ
نو که سبا چېرته تيندک وخورمه
د تناره پر خوا کې
او ستا دا ښکلی زړګی
دغه شاعر دغه سپېڅلی زړګی
په تناره کې رانه ولويږي
نو بيا به څه کومه ؟
چې کال او سر مې ډوډۍ سرې پر وينو وينه

**********

زړه دې له ځان سره سنبال وساته
تا ته خو ښه پته ده
چې زه د ټول کلي چابکه جينۍ
زه ژبوره ، جنګيرکه جينۍ
هسې نه بيا مې سبا
له جينکيو سره جنګ راشي
او ستا دا ښکلی زړګی
دغه شاعر دغه سپېڅلی زړګی
په ټېل ماټېل کې رانه ولويږي
د چا تر پښو لاندې شي ، مات مات شي
نو د زړګي درد به مې زيات زيات شي

*********

زړه دې له ځان سره سنبال وساته
ما ته يې مه راکوه جار دې شمه
زه درنه زړه ناخلمه
زړګی دې ښکلی دی سپېڅلی دی
چا ته ورکړه چې ساتلی يې شي
او تر خپل زړه پورې نيولی يې شي
ما ته يې مه راکوه
تا ته خو ښه پته ده
چې زه د ټول کلي چابکه جينۍ
زه ژبوره ، جنګيرکه جينۍ
له ما نه ، نه شي د مئېنو زړو ساتنه

نبيله غزل ، پېښور
21/07/2009