غزل
تا په نکريزو پر ورغوي زما ، نوم ليکلی
ما د خپل جسم په رګ رګ کې دا ستا ، نوم ليکلی
مونږه مجبوره ، مونږ ته بله لاره نه وه پاتې
مونږ سر ښندنې ته په خپله رضا ، نوم ليکلی
په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده
چا د قاتل پر دروازه د پاچا ، نوم ليکلی
پر هره لاره چې پل واخلمه ، واپس راشمه
پر هره لاره د بېلتون د بلا ، نوم ليکلی
جلاله ! ته رښتيا ساده يې ؟او که ځان زوروې ؟
لا ، چې پر زړه دې د هغې بې وفا ، نوم ليکلی
جلال امرخېل - بلجيم
14.07.2009
- نصرت الهام
ولې به هر وخت ستا تصویر ته ژړیده جانانه
نړۍ ددې اوښکو په راز نه پوهیده جانانه
اوتر اوتر به یې کتل د وخت له ویرې ځینې
غلې د کلي په کوڅو کې تیریده جانانه
بیا یې د سترګو کټوري له اوښکو ډک ښکاریدل
ستا د راتلو په انتظار وه ویریده جانانه
ستورو یو بل نه تپوسونه د سپوږمۍ چې کو...
28.07.2009
- نصرت الهام
غزل داسې نه چې ګنې مړه دي پښتانه راويښيږي به ويده دي پښتانه دنګ غرور يې د اسمان تڼۍ شلوی شي خو په خاورو کې پراته دي پښتانه بې قصوره د چا خون پر غاړه ناخلي ستا د سترګو په څېر نه دي پښتانه اوس شيندلي د حالاتو زلزلو دي که نه کاڼي د يو غره دي پښتانه دا چې هر څوک يې هوس کړي د خوړلو...