ولې به هر وخت ستا تصویر ته ژړیده جانانه
نړۍ ددې اوښکو په راز نه پوهیده جانانه
اوتر اوتر به یې کتل د وخت له ویرې ځینې
غلې د کلي په کوڅو کې تیریده جانانه
بیا یې د سترګو کټوري له اوښکو ډک ښکاریدل
ستا د راتلو په انتظار وه ویریده جانانه
ستورو یو بل نه تپوسونه د سپوږمۍ چې کول
سپوږمۍ په وریځ کې پټه تله ترې پټیده جانانه
خدای خبر بیا ریبار پیغام کې ورته څه وویل
چې تر سکڼي ماښام یې سترګه رپیده جانانه
په سر سرتوره صداقته چې پر مخه راغله
وحشي بادونو وه ترې وړې لوپټه جانانه