مذهبي سخت دريځي د پښتون سياست له تشې و غوړېده

                                           دغه خلا د پښتون ملت پيوستون ډكولاى شي

                                                   يو فرصت!! خو كه له لاسه ووت ....

 

په دې څوك نه پوهيږي چې اورپكي او بنسبپالي د پاكستان مجبوريت دى..

پاكستان د اورپكۍ او بنسبپالۍ په مټ رامنځته شوى، هلته لبرال په يوه بڼه اورپكي دي او مذهبي هغه په بله بڼه، پوځ بيروكراسي، اسټبليشمنټ او سياست په ځانګړو كرښو، سوچ او ايډيالوژۍ غزېدلي، اورپكي د ټولو لپاره يو ګډ كركټتر او د سيستم روحيات ګرځيدلي دي.

پاكستان چې له اورپكۍ مخ واړوي مات دى، شړېدلى، په پاكستان كې د مېشتو ولسونو تر منځ د پيوستون بل عنصر نشته.

پاكستان د مذهب په نامه رامنځته شوى پر مذهبي بنسټپالۍ پايېدلى، دهند پر وړاندې يې هره جګړه د مذهب په نامه غزولې او دغه دښمني يې له پېله د مذهب پر تكيه پاللې ده.

اوس مهال مذهبي بنسټپالي، اورپكي د پاكستان ځواك او كمزوري دواړه ګرځېدلي، ګواښ او اړتيا يې غبرګ ورمخې ته كړي، دا د سود په مټ رامنځته شوې پانګه ده، د اور پرتوګ دى چې نه يې اغوستى شي او نه يې غورځولاى شي.

پاكستان د مذهب په نامه لږكي تر خپلې ولكې لاندې ساتي، كه نه د سندي خپله پېژنتاپه ده، د بلوڅ او پښتون خپله، له پاكستان سره يې بله اړيكه څه راختى شي ؟

ځكه خو پاكستان له پېله له خپلو خلكو سره په جګړه كېوتى، د لږكيو پرضد يې جګړو ته مخه كړې او د مذهب په توره يې ځپلي دي.

له بنګاليانو سره جګړه، له بلوڅو سره جګړه، د ملتپالنې په تور له پښتنو سره جګړه او اوس د مذهبي بنسټتپالنې او اورپكۍ په تور د پښتنو په سيمو بمباري او پوځي يرغل په 65 كالو كې ددغې جګړې بېلابېل تصويرونه او سنګرونه ګڼلاى شي .

پاكستان پر كشمير د مذهب په مټ دعوا لري، كه نه نور يې له كشمير سره څه دي؟ د پاكستان د ټول نفوس دوه برابره مسلمانان په هند كې مېشت دي، پاكستان چې له مذهبي اورپكۍ تېريږي، له كشمير به هم تيريږي، پاكستان له كشمير نشي تېرېداى، له مذهبي بنسټپالۍ ځكه نشي تېرېداى چې د هندوستان له برلاسۍ اندېښنه لري، له دې امله چې پاكستان نه ملي تاريخ لري نه ملي جغرافيه، مولانا حسين احمد مدني په دې اند و چې هېوادونه له قومونو جوړيږي نه له مذهبه.

ددغې وينا درنښت هغه مهال څرګند شو چې ختيز پاكستان بنګله ديش شو، پاكستان د مذهب په نامه ختيز پاكستان تر خپل زبيښاك لاندې ساتلو، هغه سيمه چې له پاكستان سره يې نه پوله لرله نه سرحد او نه ژبنۍ قومي اړيكه.

د ( الشمس) او ( البدر) په نامه د جماعت اسلامي دوې ډلې د پوځ پر تكيه ختيز پاكستان كې د مذهب په نامه پر بنګالي ولس داسې ناكردې، تېرې كړې چې نن يې په افغانستان، قبايلو كې طالبان تر سره كوي.

الشمس او البدر د هغه وخت طالبان ول.

پاكستان د پيرنګي كارنامه ده چې د لوى هندوستان د كمزوري كولو او پښتون ملت وېشلو ته د لويديز اوږد مهاله موخو لپاره رامنځته كړاى شو، خو اوس په خپل رنګ كې كوټ دي، لكه اوښ په خپلو متيازو كې ښويېدلي.

پاكستان د ولسونو، ملتونو د وېش كرښې رامنځته كړې، دغه وېش په تېرو 45 كالو د ستونزو، ناامنيو، ناكراريو سرچينه پېژندلاى شي.

هلته پوځ په مذهبي بنسټ رامنځته كړاى شو، په هره پوځي چوڼۍ كې جومات او سركاري ملا، پوځي ستراتيژي پېژندل كيږي، ايمان، تقوا، جهاد فى سبيل الله د پوځ شعار دى.

پوځ د كشمير جګړه د مذهب په مټ و غزوله، په همدې بنسټ يې افغانان او نورو اسلامي هېوادونو اورپكي دغې جګړې ته استخدام كړل، د كارګل جګړې يو شمېر جنګيالي بهرنيان ول،

پوځ له پېله په يوه ځانګړي مذهبي سوچ وروزل شو، امريكا دغه پوځ وپاله، پاكستانيت او اورپكي له جسم او روح وګرځېد، ددغه اور پكي بنسټ پاكستان كى كېښودل شو او پاكستانيت د اورپكۍ او بنسټپالۍ توليدي عنصر وپېژندل شو.

دا خبره په ريكارډ ده چې د پاكستان له جوړېدا محمد علي جناح سركاري راډيو ته لارښوونه وكړه چې د مولانا مودودي د ويناوو او موعظو لپاره د ځانګړي پروګرامونو تابيا وكړي، سيكولر جناح د بنسټپاله او سخت دريځه مودودي پيغام ته د پاكستان اړتيا په ګوته كړه.

پوښتنه داده چې د هندوستان وېش او پاكستان جوړېدا، دغه جنډه دذهبي ډلو پرځاى محمد علي جناح لكه كړه، د پاكستان پايښت مذهبي ډلو پر غاړه واخيست، پوځ د مذهبي ډلو پالنې ته اوږه وركړه.

سيكولر محمد علي جناح د اسلام په نامه د يو هېواد جوړېدا ته ژمن و پېژندل شو؟

پاكستان له جوړېدا وروسته مذهبي ډلو ته وسپارل شو، له دې پرته نه پاكستان جوړېداى شواى او نه پاتېداى .

پاكستان يوې خواته د متحده هندوستان او بل ته پښتون ملت د وېش كرښې تېرې كړې، پاكستان پښتانه د اسلام په نامه و خوړل، او د اسلام په نامه يې خوري.

ايپي فقير پاكستان و نشواى منلاى، وزيرستان كې د پاكستان پر خلاف ملي خوځښت له دې دمخه په بله بڼه غوړېدلى چې پاكستان د مذهب په نوم ځپلي، په 1950 كال كې چې وزير د ايپي فقير په مشرۍ د آزادۍ لپاره پورته شول پاكستان د برتانوي جنرالانو په وينا بمباركړل، حالات نور مرګوني شول، پاكستان د 1951 د مارچ پر 22 مه د فلسطين مفتي اعظم امين الحسين وزيرستان ته ولېږه، هغه پر قبايلي مشرانو ننواتې وكړه چې د فلسطين او مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په درنښت د پاكستان له مخالفت نه لاس واخلئ.

پاكستان د ايپي فقير پر وړاندې د فلسطين لوى مفتي راپورته كړ، له فلسطين سره يې د پښتنو پر عقيدتي او جذباتي پېيلتيا هغ غورځنګ وځاپه، له سيمې د پيرنګي په وتلو ځينې رياستونه په خپل حال پاتې شول، حيدر آباد د كن اوسني ګجرات كشمي، سوات، د دكن واكمن مسلمانان ول، خو نهرو ځكه لاندې كړ چې دده په وينا ډېرى استوګن يې هندوان ول.

د كشمير يوه برخه هند، بله پاكستان تر ولكې لاندې راوستله، د كشمير اوسيدونكي مسلمانان خو واكمن يې هند و، له همدې ځايه لويه برخه نهرو له هند سره و پېيله.

سوات په 1961 كې جنرال ايوب خان لاندې كړ ( ايپي فقير د 1960 د اپرېل په 16 ومړ.

افغانستان د ملي پاليسې د نيشتوالي او مجرمانه غفلت له امله دغسې ټول چانسونه له لاسه وركړل.

د هند وېش پر مهال تر سره شوي ريفرنډم كې د پښتنو د يووالي او آزادۍ پر وړاندې د مذهب حرپه وچلېده، يوې خواته قرانكريم بل ته د هندوانو مذهبي كتاب .

پښتنو څرنګه كړاى شواى له قران مخ واړوي؟

اور پكي سخت دريځي، بنسټپالي او ترهګري تر هغې نشي كنټرولېداى چې افغانستان خپل طبعي جوړښت نه وي ترلاسه كړى.

د ټوني بلير د لومړني حكومت پر مهال د بهرنيو چارو وزير جيك سټرا ومنله چې د هندوستان د وېش پر وخت برتانوي حكومت سترې تېروتنې كړي، هلته چې اوس څه پېښيږي د هماغو تېروتنو پايله ده.

جيك سټرا له نيوسټيټيس مجلې سره په مركه كې چې بيا ډيلي ټيلګراف هم خپره كړه ويلي: په سيمه كې چې نن كومې كشالې غزېدلي برتانيا يې له پړې خپلې غاړې خلاصې نشي بللى، دغسې په منځني ختيز كې د عراقي پولو ټاكلو كې هم برتانيه پړه پېژندل كيږي، د عرب، اسراييلو جګړه هم د برتانيا د هغه مهال د پاليسيو زېږنده ده.

په سيمه كې اوسنى كړكېچ له هندوستان او فلسطين د برتانوي پوځيانو له وتلو سره پېيلى، دغسې په زمبابوى كې د سپين پوستو او رابرټ موګابې تر منځ د كشالو رامخې ته كېدل زموږ د پاليسيو پايله ګڼلاى شي د برتانيې تر ولكې لاندې ګردو هېوادونو ډېرى ربړې زموږ له خوا د پولو، بريدونو له ټاكنې سره تړاو لري....)

اوس ددې وخت دى چې نړېواله ټولنه دغه ربړه د پام وړ وگڼي او يو داسې اوارى رامنځته كړي چې ورسره د ترهګرۍ سرچينې وچې كړاى شي، ترهګر د پولو په نامه مصنوعي وېش او تشې له امله د فعاليت مخه ونشي مونداى، دغه پرمختيا د پښتنو په يووالي او پيوستون كې نغښتې، برتانيا ښايي له نورو زيات ددې په اړه ځان مسوول وپېژني، د پښتنو په يووالي او پيوستون كې اورپكي او ترهګر ځاى نشي مونداى دلته نرخ، كاڼي او ملي كودونه ټولنيزو جوړښتونه هغسې خونديتوب رامنځته كوي چې پهرني اورپكي د جګړې او وېرې اچونې تكيه نشي ترلاسه كولاى.

د ډيورنډ تپلې كرښې يوه تشه رامنځته كړې، دغه وېش د ګډ ملي سياست د غوړېدا مخه ډب كړې، دغې تشې او ډب اورپكو، بنسټپالو، ترهګرو او القاعده ته ددې چانس ور كړى چې د دين او شريعت په نامه د ولس له وېش او محروميتونو په ګټې اخيستو د جګړو او برپاديو اورونه وكري، تر هغې چې دغه تشه او ډب له منځه نه وي تللى د اور پكۍ او ترهګرۍ مخه نشي نيول كېداى.

د سوات جګړه د ډالرو  لپاره پيل شوه، امريكا او لويديز ته د آصف زرداري له سفر وړاندې ددغې جګړې د امتيازونو او ډالرو لپاره اړين پېژندل كېدل، په دغه جګړو كې د طالبانو او ترهګرو په پرتله عام پښتانه وځپل شول، د ترهګرو پر ضد د پاكستان پوځي او استخباراتي عمليات د ډالرو په موخه پر همدغه كرښو غزېدلي، د ترهګرو او طالبانو فعاليتونه، كله هم نه دي ډب شوي، په دغه جګړه كې د ترهګرو په پرتله ولس ځپل شوى، په سخته ګرمۍ كې د جګړې پېلول او د سوات ملاكنډ له سړې سيمې د پېښور، مردان او صوابۍ ګرمۍ ته د جګړې له وېرې لېږدېدل د فصلونو او حاصلاو پر مهال د جګړې پراختيا څرګندوي چې دغې جګړې له ترهګرو او طالبانو زيات ولسي وګړي ځپلي دي.

په دې توګه د تپلې كرښې دواړه غاړو ته د توكموژنې جګړې غزېدلي چې د پښتنو په يو والي يې مخه نيول كېداى او د ترهګرو له شره سيمه او نړۍ ژغورل كېداى شي، كه نه پاكستان به يوې خواته له امريكا، لويديز او نړېوالې ټولنې له ترهګرو او طالبانو سره د جګړو په نامه او بلې ته له دغې جګړې د رالېږدېدليو پر سر د مرستو ورخونه ورمات او اقتصادي جګړه وغزوي، چې په ټوله د امريكا او نړېوالې ټولنې د بلېك مېل كولو لوبه گڼلاى شي .

شنونكي پاكستان نړېوال سرخوږى پېژني، د امريكا بهرنيو چارو وزيرې پر پاكستاني ولس غږ وكړ چې د خپل حكومت د كړنو په ضد پاڅيږي.

ولسمشر اوباما د پاكستان حكومت د سيمې كمزورى حكومت وباله، چې په ښوونيزو، عدلي، روغتيايي خدمتونو كې ناكام ختلى.

اټومي ټكنالوژۍ پاكستان د ځواب پر ځاى له ستونزو او ربړو سره مخامخ كړى چې نړېوال يې د يو ګواښ په توګه معرفي كوي.

اټوم پاكستان نشي ژغورلى لكه چې شوروي اتحاد يې ونشواى ساتلى، اټوم د ځواك پرځاى د پاكستان كمزوري ګرځېدلې، دا هغ كمزوري ده چې پايله يې له ماتې پرته بل څه نشي راوتلاى .

كتونكو د پاكستان پايښت له شپږو مياشتو تر يوه كال اټكل كړى، شونې ده پوځ يوځل بيا واك ترلاسه كړي ټايم مجلې جنرال اشفاق كياني له اوباما وړاندې اغېزمن شخصيت ګنلى.

خو پوځي واكمنو كله هم پاكستان ندى ژغورلى، ختيز پاكستان د پوځي واكمنۍ پر مهال بنګله دېش شو.

د لوېديز تينك ټينګ وار د مخه په دې باور دي چې پاكستان عملاً مات دى، نړۍ ښايي په دې پسې ونه ګرځي چې د پاكستان شړېدو مخه ونيسي، د سوچ او غور اړتيا داده چې د پاكستان له ماتېدو نړۍ څه كولاى شي؟

د پښتنو لپاره دا يو فرصت دى چې د خپل يووالي او پيوستون لپاره منطقي او عملي اوارى په نښه او د وېش كرښې له خپلې سينې ليرې كړي نړېوال ذهنيت دې خبرې ته چمتو دى، د پښتنو سياسي پوهه او درايت ټاكوونكي پېژندلاى شي دا په شعار او جذباتي دريځونو نه، په عملي او ملي سياست ترلاسه كېداى شي .

پښتونولي فطرت دى، ملتپالنه ده، د پښتون ملت سياست دىو كه ددغه سياست غوړېدا د پام وړ وګڼل شوې واى كله به هم مذهبي سخت دريځي په پښتني سيمو كې نه واى رامنځته شوې، اوس هر فرصت او وخت شته چې د پښتنو په يووالي، د پښتونولۍ، نرخ، كاڼي او جرګې په مټ له بنسټپالۍ او سخت دريځۍ سره د مقابلې منطقي، رغنده، منلي او عملي لاره او لورى رامنځته كړاى شي .

پاكستان د مذهب په نوم رامنځته كړاى شو چې له يوې خوا يې بنسټپالي او ترهګري وغوړوله او له بلې خوا د بنګلدېش په آزادۍ د پاكستان شتون هغسې پاتې نه شو، پاكستان له منځه تللى او د بنګلديش په آزادۍ يې د پايښت جواز بايللى دى، د مذهب په نوم رامنځته شوى پاكستان ښايي د قومونو په كچه ووېشل شي چې نړۍ له سرخوږي وژغورل شي چې قومونه يوشي، چې تشه له منځه لاړه شي، د ترهګرۍ ټغر به هم و نغښتل شي .

 

له ملي هندارې نه په مننه