غزل

ته پوهېږې مينه څه ده ؟ بس د زړونو پيوستون دی

 د کثرت په آېنوکې د وحدت د رڼا شتون دی

اول مينه حسن روزي ، بياشي حسن مور د مينې

 د فطرت په نندارتون کې دا څه ښکلی اوښتون دی

 زما د سترګو کتاب وايه چې د مينې په مذهب شې

 موږ د مينې پيغمبرې ، هم له مينې مو پنځون دی

 شيخ ويل چې دوزخ اور دی سره بټۍ لکه تنور دی

 ما ويل چې په دنيا کې تر دې سخت اور د بېلتون دی

 بدرنګۍ و د خپل يار چې له ښکلا وو سره تلي

دا د مينې ارتقا، که تقاضا ، که يې جنون دی؟

په تيارو کې ژوندون پرېږدئ ، له رڼا سره يو ځای شئ

پښتنو خويندو راپاځئ چې اوس وخت د دې بدلون دی

 د ندا او ستا په مينځ کې وايه دا څنګه رشته ده

 ستا پايښت کې يې پايښت او ستا قرار کې يې سکون دی

طوبا ندا