دوې بېلګې او ننګونې
د فراه پر بمبارۍ د هيلري كلنټن خواشيني او د ښاغلي كرزي مننه
د ټولمنلي ليدلوري د رامنځته كېدو اړتيا
د اسلام آباد نشنل آرټ ګيلري په لوى هال كې پرتمين سټيج لګېدلىو درېو خواووته د ګلانو كتارونه غزېدلي، بل اړخ ته د وينا كوونكو لپاره ځانګړى سټېج چې يو وړوكى مايكروفون ترې راختلى او خوله يې له ګلانو ډكه ده ولاړ دى، پر لوى سټيج د امريكا سفيره، اين ډبلو پيټرسن او د پاكستان د پخواني ولسمشر جنرال پروي مشرف، مېرمن صهبا مشرف څنګ په څنګ ناستې دي، صهبا ژاولې ژويې او له مېرمن پټرسن سره په خبرو بوخته ده، كله د دواړو پر شونډو موسكا خپره شي داسې چې د بري او برلاسۍ هنګامه په ټول هال وغوړوي.
دوى پاكستاني محصلانو ته ظلايي نښانونه وركوي او په امريكايي پوهنتون كې سكالرشيپونه اعلانوي.
غه محصلاان چې په درس او ازموينو كې يې وړتيا او لوړې نومرې تر لاسه كړي، ددغو مډالونو او سكالرشيپونو وړ پېژندل شوي .
انانسر محصلان راغواړي، صهبا مشرف د سكالر شيپ سرټيفيكيټ او امريكايي سفيره طلايي مډال ورټومبي، محصلين ميرمن پټترسن ته لاس وركوي، له لورينې يې د مننې سرونه خوځوي او د چكچكو په بدرګه ستنيږي.
انانسر د صمد خرم په نامه د شلو كالو يو زلمى راوغوښت، خرم په درنو ګامونو او بې توپيره بڼه پر سټيج وروخوت، صهبا مشرف او امريكايي سفيره دواړه ودرېدې، ديوې په لاس كې طلايي مډال او بلې د امريكايي هارورډ پوهنتون د داخلې سند دى.
صمد خرم په هماغه بې توپيرۍ ددوى له مخې تېر شو، امريكايي سفيرې لاس ور اوږد كړ، تلولۍ او وبېرېده، صهبا مشرف له دې زياته وېرې واخيسته، خو صمد خرم د وينا ځانګړي سټتيج ته ودرېد.
خرم ايله دوې دقيقې وخت ترلاسه كولاى شواى، په دغو دوو دقيقو كې يې ښايي خپله ټوله خبره رالنډه كړې واى .
خرم پوهېده كه په دوو دقيقو كې خپله خبره ونشي نغښتى له سټيج به يې راكوز كړي، برېښنا به پرې كړي، كوماندو ساتونكي به يې خوله پټه كړي.
خرم وار د مخه د خپلې لنډكۍ وينا ټكي شمېرلي و، په لوړ او رسا غږ يې د هال چوپتيا ماته كړه (( په داسې حال كې چې امريكايي الوتكې زما پر ولس بمباري او توغندويي بريدونه كوي زۀ د احتجاج په توګه طلايي مډال او هارورډد پوهنتون سكالر شيپ له منلو ډډه كوم، زه دغه مډال او سكالر شيپ څرنګه اخيستى شم چې امريكا دا بل پرون پر باجوړ، مومندو توغندويي بريد وكړ، زما ايمان او ضمير د امريكايي سفيرې له خوا ددغسې لورينو د ترلاسه كولو اجازه نشي راكولى))
داسې مالومېده چې د خرم لنډدې وينا ته د هال چوكۍ، چت، كړكۍ، دروازې، هرڅه غوږ دي، له دې سره د چيغو او چكچكو قيامت راټيټ شو.
مېرمن پټترسن او صهبا مشرف بې دمې يو بل ت ګوري، دواړو سترګې رډې ختلي، مډال او د سكالر شيپ سند په لاس تلولۍ ولاړې دي. ...
خرم په هماغسې درنو ګامونو له سټيج راوګرځېد او د خلكو د درناوي په چكچكو كې ورك شو.
د سټتېج پر سر د بې خوندۍ بړبوكۍ پورته شوې، په دې يوه شېبه كې د مېرمن پټرسن سره سپينه څېره سپېره واوښته تابه ويل د دواړو له مخونو خاورې باديږي.
======
او بله هم واورئ، دا د يوه شاعر د ضمير او ايمان د غږ ازانګې دي، د ټكو د تقدس، د تاريق لورى دى، د حرفونو سپېڅلتيا ته د درنښت هغه ژمنتيا ده چې زور، زر او د نړۍ هېڅ ځواك او هوس يې نشي زمولولى، مرحوم احمد فراز د احتجاج او بغاوت ادبي تحريك له مودو تود ساتلى، ده له كلاسيك رجحان سره احتجاجي او انقلابي شعور داسې ګډد كړى چې د تخليقي لټون نوي مزلونه او منزلونه يې په ګوتو كړي داسې چې كله يې هم په ادبي يون كې د ستومانۍ نښې نه دي ليدل شوي .
ځكه خو يې د خپل فن او هنر له تودوخې د ادبي انقلاب او بغاوت نوې نړۍ اباده كړې ده.
فراز د خپلې شاعرۍ او ادبي عظمت په قيمت پسې نه دى ګرځېدلى بلكې په خورا متانت او درنښت يې ترې مخ ګرځولى:
خداى بښلي احمد فراز د2007 په وروستيو كې د جنرال مشرف حكومت ته يو ليك وكيښ چې دلته يې لنډديز درنو لوستونكو ته وړاندې كوو:
(( د ادب پر ډګر حكومت په 2004 كې ماته د هلال امتياز تر ټلو لوړ مډال راكړ، په باور سره دغه نښان ما خپل وياړ ګاڼه.
خو يوه ټكي له هماغه ورځې زما روح ځپلو، هغه دا چې مډال د داسې چا له خوا راكړاى شو چې ولس يې له بنسټتيزو حقونو بې برخې كړى، دردوونكې دا چې دغ حكومت د ولس پر خلاف خونړۍ جګړه وغزوله او په خورا بېدردۍ يې د ولسي وګړو وينې تلې كړې، زه د خپل ذهن او ضمير په سترګو وينم چې له دغسې يوه حكومت ايوارډ ترلاسه كول درنښت نه بلكې شرم او سپكه ګڼل كيږمي.
هغسې يو جابر حكومت چې د خپلو خلكو پر ضد وسلې چلوي او له ماضي يې د عبرت مخه نه ده موندلې.
كه زه د هغه څه پر وړاندې چې شاوخوا مې تيريږي چوپ پاتې شم ضمير به مې كله هم ونه بښي، لږ تر لږه كولاى شم جابر واكمن ته څرګنده كړم چې د ولس پر وړاندې يې درنښت او حيثيت بايللى دى.
له همدې ځايه سملاسي هلال امتياز حكومت ته بېرته سپارم او د اوسني حكومت له هر ګام او اقدام نه خپل پريكون اعلانوم.
زه پوهېږم چې د جبر او ظلم پر خلاف زما له دې ګام څه نشي تر لاسه كېداى، خو څه وكړم د خپل زړه او ضمير غږ نشم كرارولاى.
هيله ده زما دغه ګام هغوى ته مخه پرانيزي چې د ظالم او جابر حكومت د پاى هيلې پالي.
احمد فراز
=========
ارباب غلام رسول د سند مشر وزير و، د جنرال مشرف د ډلې كره ملګرى پېژندل كېده، په واكمن ګوند كې چاغه ونډه وه، له پلرونو يې د نوابۍ اربابۍ لړۍ روانه ده، پېرنګي يې پلرونه، نيكونه په جاګير او جايداد نازولي او بېلابېل القاب او مډالونه يې پرې لورولي ول خو يو سهار ارباب غلام رحيم د باجوړ، مومندو، وزيرستان د بمباريو په غبرګون كې هغه القاب، مډالونه، بادورۍ په اسلام آباد كې د برتانيا سفارت ته وسپارلې.
=========
زموږ په هېواد كې د جنوب او ختيز داسې ولايت، ولسوالي او كلى نشته چې امريكايانو پرې توغندويي بريدونه بمبارۍ نه وي كړې او ولسي وګړو ته يې درنه مرګ ژوبله نه وي اړولې، ان چې په وار، وار د سورليو موټران، ودونه وراوې او جنازې بمبار شوي او په لسګونو بيګنا وګړي وژل شوي دي.
د خوست په ګردېز كې امريكايانو د يوه پوځي افسر ډګرمن اول خان پر كور بريد وكړ، دده مرېمن او لور، چې ښوونكي وې، له ژڼكي زوى او د يوې اونۍ ماشوم سره شهيدان كړل، له دې وړاندې يې په خوست كې پر يوه بل كور د شپې بريد وكړ، بېګنا تور سرې ماشومان يې ووژل او بيا يې خوروړي، سپي ور خوشې كړل.
د ننګرهار په شينوارو، كونړ، خوست، پكتيا، كندهار، پكتيكا، هلمند، ارزګان، لوګر او ګڼو نورو سيمو كې دغسې بمبارۍ او بريدونه ورځنۍ خبره ګرځېدلې، دغندنې پيغام، د پلاوي ټاكل د پلټنو حكم او مړي پر سر سل زره افغانۍ د ښاغلي كرزي حكومت يو متحد المال غبرګون ګرځېدلى.
كرزى په امريكا كې و چې د فراه ولايت د بالا بلوك ولسوالۍ دوه كلي بمبار كړاى شول د يو نيم سلو شاوخوا ولسي وګړي چې 95 تنه يې ماشومان دي ووژل شول، زموږ ولسمشر ددغه پېښې له امله د امريكا بهرنيو چارو وزيرې د خواشينۍ ښودلو په يوه ټكي دولس ځله سر و خوځاوه او اووه واره يې مننه( تنكيو) څرګنده كړه.
د ولسمشر اوباما وينا ته خو يې د هوكړې دومره سر خوځاوه چې قرقلې نوره پر سر نشواى ټينګېداى، اړشو هغه پر مېز كېږدي چې سر خوځول اسانه شي.
ده د اوباما د وينا له هرې جملې سره تر شونډو لاندې د تاييد مراتب څرګندول كله كله به دده آواز دومره لوړ شو چې د غونډدې حاضرينو او د تلويزيون ليدونكو دواړو اورېداى شواى .
هيله كېده ولسمشر كرزى احتجاجاً خپل سفر لنډ كړى واى، خو ده په سړه سينه له امريكا، جرمني ته د سفر موزې په پښو كړې او د انجيلا مركل په ليدو مشرف شو.
د ښاغلي كرزي له خولې د سركاري تلويزيون په يوه خبر كې د امريكايي بمباريو په غبرګون د خواشينۍ او تعزيت پيغام او ورپسې جوخت د امريكا له مرستې او لورينو د مننې مراتب او پوځي جنرالانو ته د مډالونو وركړې خبر له مودو خپريږي، هېوادوال يې ګوري او اوري.....
په ولسي جرګه كې د فراه استازي محمد نعيم فراهي په افغانستان كې ده چټل او ككړ ځايونه په ګوتو كړل، يو يې پارلمان بل ارګ، دواړه يې د سياسي ارتشا مركزونه و بلل، دده په وينا په ولسي جرګه كې بډې اان د ښاغلي قانوني په دفتر كې لاندې باندې كيږي.
خو د فراه له بمباريو چې ښايي دده وټران هم پكې شهيدان شوي وي، ښاغلي فراهي د دغه چټل او ككړ ځاى د پرېښودو ( استعفا) زړه او همت ونه شو كړاى .
سره له دې چې فراهي صاحب ته د لندن خيرات ريزرف او ګارنتي دى.
د حكومت په ډېرى لوړو چوكيو د فراهي كورنۍ ښاغلي ټاكل شوي، خو د فراه د بمباريو په خلاف يې غبرګون او احتجاج تر سترګو نشو.
د كابل پوهنتون محصلينو له احتجاجي لاريون پرته په دې برخه كې كوم اغېزمن، منطقي او پراخ سياسي كمپاين و نشواى غزېداى.
د مزار سركاري تلويزيون يوه مامور درې ورځني كسر معاش په اړه چې ( افغانستانيانو) كوم قيامت راټيټ كړ د تاوڅپې يې تر لندن، اروپا ورسېدې، دى غونډو، لاريونونو، احتجاجونو وارنه كېده، خو په فراه كې د بمباريو په اړه له كومې خولې ټولنې او... د احتجاج اغېزمن غږ پورته نشو.
څونې ټولنې، اتحاديې، ارګانونه او ادارې رامنځته شوې چې د سولې، ولسواكۍ بشري حقونو شعارونو يې سياسي زلزلې رامنځته كړي.
پوښتنه داده چې په دغو بمباريو كې ښځينه ماشومان او بوډاګان ونه وژل شول، دا ترهګر ول، طالبان ول؟
امريكا يي مقامات وايي موږ داسې نشو كړاى چې د خپلو پوځيانو يو لاس تر شا وروتړو او له طالبانو سره د جګړې او مقابلې قومانده وركړو .
ددې خبرې مانا داده چې بمبارۍ به روانې وي، د پلاوو استول او د پلټنو امر وركول له دې وړاندې د بمباريو مخه چېرې نيولې؟ چې له دې وروسته به يې ونيسي؟
له اوباما، هيلري او نورو امريكايي مقاماتو سره ولسمشر كرزي په ليدو كتو كې دده څېره، باډيلنګويج ددغه وحشيانه بمبارۍ له اغېز او غبرګون بې برخې و، دده په څېره او خبرو كې د حزن، درد او غم تاثر نشواى موندل كېداى.
داسې ښكاري چې ښاغلي كرزي ته د ولسمشرۍ څوكۍ ارزښت لري نه د ملت د پايښت او درنښت مبارزه، دده ځواك كفايت او هڅې ايله د څوكۍ او مقام خونديتوب باوري كړاى شي له دې زياته تمه بېځايه ده.
داسې پريښي چې موږ د بې حسۍ په ډنډ كې ډوب يوو، كه كرزى وزيران او لويان د خپلو څوكيو، شتمنيو اموقف په ساتلو لګيا دي، ميډديا مطبوعاتو په دې اړه څه تر سره كړاى شول، نورو ښاغلو راغلو د معقول او منطقي احتجاج لپاره څومره لاسونه او غږونه سره يو كړاى شول ؟
مطبوعاتو كړاى شواى لږ تر لږه يوه ورځ كاربنديز اعلان او د امريكايي مقاماتو، ناټو، ايساف مطبوعاتي كنفرانسونه تحريم كړي، ژورنالستان په خپلو مټو د احتجاج تورې پټې ولګوي....
مطبوعات تر اوسه نه دي توانېدلي ددغې دردوونكو پېښو او نورو ملي ربړو په اړه د نرر يو ټاكلى لورى رامنځته كړي.
مطبوعات په خپلو كې وېشلي او پېيلي پاتې دي، كه وېشلي او پېيلي نه واى، باور دى چې د پېښو ربړو په اړه به يې تر اوسه په ولس كې د افكارو، لومړيتوبونو او غوراوي يو ټاكلى لورى رامخې ته كړى واى.
اوس هم ناوخته نه دى، دا د مطبوعاتو دنده ده چې ددغسې لوري رامنځته كولو لپاره د ګډې مبارزې ګامونه شريك كړي، ملت د امريكايي پوځيانو، طالبانو او په ټوله كې جګړې او سولې په اړه يوه ملي ليد لوري ته وبولي، ددغه لوري رامنځه كېدن ملي پرېكړو ته لاره برابروي د ملي پرېكړو پر وړاندې نه بهرني پوځونه درېداى شي، نه القاعده ترهګر او د ډالري اجيرانو ياغي هوسونه.
مطبوعات مسوليت لري د پېيلتياو او وېش له كرښو ځانونه آزاد كړي د يوه ټاكلي ملي ليدلوري په ايجاد كې د ټكو، حرفونو سپېڅلتيا درنه وتلي، د قلم حرمت او درنښت باوري كړاى شي.
په موږ كې څرنګه صمد خرم نشي راولاړېداى، دلته د فراز د عظمت او درنښت كيسه څنګه نشي ابدي كېداى، موږ د امتيازونو او ډالري معاشونو پر سر استعفا وركوو، مډالونه چېرې پرېښوى شو؟
موږ يو وزير، معين او ډالري اجير ونشواى مونداى چې د يوې ورځې معاش د بالا بلوك، شينډنډ، ننګرهار، پكتيا، خوست، پكتيكا، كندهار، هلمند، ارزګان په بمباريو كې د شهيدانو له كورنيو سره مرسته وكړي او د ويجاړو شويو مېنو او جونګړو په بيا ودانۍ كې له دې پلوه د مرستې همت څرګند كړي، ددغو شهيدانو ماشومانو او ځوانانو ته د ښوونيز لګښتونو ټټر ووهي، د سكالر شيپ مرسته وكړي زموږ ملي سوداګر، شتمن، بيروكراسي، وزيران، مطبوعات دغو پوښتنو ته ځواب لرلى شي؟ ......
له ملي هېندارى نه په مننه