د درغليو په تور بازار كې :

          بهرنۍ مرستې – استخباراتي لوريې او كمزوري حكومتونه

 

اقتصادي پرمخيون او د ربړو اوارى په بهرنيو مرستو كې نه دى، بلكې پر دغو مرستو د انحصار په ختمولو كې نغښتي.

تر هغې چې حكومتونه د خپلو خلكو پر ضد جګړه كې ښكېل وي، اقتصادي اډانه يې نشي رغېداى، اقتصاد هله وده كولاى شي چې په هلمند، كندهار، ارزګان، پكتيا، خوست او.... كې سوله راشي، امنيت ټينګ شي، بمباري او توغندويي بريدونه و درول شي، بهرنۍ مرستې د كرپشن، درغليو او كمشنكارۍ وبا خپروي، د اداري فساد كولتور رامنځته كوي، يواځې ځواكمن حكومتونه او د خلكو په اراده ولاړ رژيمونه بهرنۍ مرستې په ځاى لګولاى شي، د كمزورو حكومتونو رشيمونو له لاسه بهرنۍ مرستې د ولسونو زبېښاك رامنځته كوي طبقاتي تضادونه راولاړوي.

استبدادي رژيمونه او ديكتاتور حكومتونه هغه د خپل پايښت او واكمنۍ دوام ته استخداموي، كله چې دغسې مرستې د استخباراتي شبكو او پټو چينلونو له لارې و غزيږي، هغه دى چې كرپشن د ورځنيو چارو په توګه پر ټولنو، رژيمونو، حكومتونو او ادارو داسې و تپل شي چې نور يې برخليك پېژندلى شي، د جاسوسانو، مخبرانو غوبل پيل شي، په دغه غوبل كې د ارزګان په دهراود، شينډنډ عزيز آباد، شينوارو هسكې مېنې، كندهار شاوليكوټ كې په وراوو، ودونو بمباري او بريدونه كيږي، تور سرې، ماشومان او بوډاګان شهيدان كيږي، كلي ورانيږي او بربادۍ رامنځته كيږي.

افغانستان وروسته پاتې و، خو د 1348 لمريز له وچكالۍ پرته د خوراكي توكيو له ستونزې سره نه و مخامخ شوي.

كلنۍ بوديجه د كورنيو عوايدو په مټ رغېده، بهرنۍ مرستې لويو پروژو كې لګول كېدې، لومړنۍ مرستې او مواد ډېرى له كورنيو هغو برابرېدل.

په افغانستان كې د درېمې نړۍ ډېرى هېوادونو په څېر رشوت او اداري فساد له پخوا په سركاري ادارو كې ليدل كېده، خو رشوت جرم ګڼل كېده، په پټه او سرټيټۍ تر سره كېده، بډې شرم او سپكه پېژندل كېده رشوتخور ته په ټيټه كتل كېدل، رشوتخور د جرم او ګناه له احساس ځان نشواى ژغورلى.

د كمشنكارۍ كچه له رشوت ټيټه او په نيشت شمار وه، د ماهيپر برېښنا كوټ د تخنيكي كمزوريو له امله د وخت حكومت ( خداى بښلي ميوندوال) له جرمني كمپنۍ تسليم نه كړ، د نغلو برېښناكوټ كې شوې بې توپيرۍ پارلمان راپورته كړې، پړۀ يې و پېژندل شول، و قس علا هذا .

بډې د مېز پر سر او ددفتر د ننه نشواى اخيستل كېداى، چارواكو د رشوت اخيستو لپاره د ادارو او وزارتونو د باندې دفترونه او نمايندګۍ نه وې لګولې.

اداري فساد، درغلي او بډې هغه وخت د زولن ټپ بڼه غوره كړه، چې بهرنۍ مرستې د زبر ځواكونو او ګاونډيو د استخباراتي چينلونو له لارې هېواد ته راشېوه شوې، هله چې شوروي اتحاد د كى، جي، بي، متحده ايالاتو د سي آى اى،  پاكستان د آى اس آى سعودي، اسراييلو، هندوستان د خپلو استخباراتو له لارې ددغو مرستو كانالونه و غزول.

د جاسوسي شبكو مرستېت په پټه راتلې دغسې مرستې همېشه پټې ترسره كېدې، پټ لاسونه يې يو بل ته لېږدوي، په پټه لګيږي، نښه او اغېز يې يواځې په ويجاړيو كې تر سره كېداى شي، له دې پرته يې څوك دحساب و كتاب درك نشي لګولاى، شفافيت يې نشي ليدل كېداى، دلته كله هم دا نشواى څرګندېداى چې په اصطلاح دغه مرستې له كومه راغلي، څومره راغلي، څرنګه راغلي، چا واخيستې، چېرې ولګېدې؟

څه ترې راووتل، هېڅ درك نشواى لګېداى، بس د پېروپلور پټې معاملې يې ترسره كولې، هغسې چې د ټولنو، هېوادونو او ولسونو ټولنيز اخلاق د سقوت كندې ته پرېباسي.

دغسې مرستو د نامشروع اقتصاد زړي زرغون كړل، نامشروع سوداګري او راكړه وركړه يې رامنځته كړه هغسې چې بهرنيو بانكونو ته مخه باسي، په بهركې د شتمنيو سر پر ماركيټونو، مانيو رانيولو هوس غوړوي.

 اروپا په دويمه نړېواله جګړه كې له بېخه ونړېده، هره خوا ويجاړي او بربادي تر سترګو كېده، اروپايانو د يوبل ووينې تلولې، جګړې او وحشت خپل كومى شلولى و، خو هېڅ لويديزوال كوم اسيايي هېواد ته كډه ونكړه، خپله پانګه يې هورې ونه لېږدوله.

اروپايي مشرانو او ليډرانو خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ونه تښتولې بلكې په دې هوډ ول چې خپل ولسونه، هېوادونه له سره ورغوي په خپلو هېوادونو كې له شته شونتياوو سره د بيا جوړونې په چارو كېوتل دا اوس زما پر وړاندې جنګ ورځپاڼه پرته ده، د اقتصادي چارو مشهور كارپوه ډاكټر شاهد حسن صديقي په خپله ليكنه كې ادعا كړې چې پاكستان په 1955 كې ماليزيا ته مرستې وركولې، له سعودي عربستان سره يې د خوراكي توكيو په برابرولو كې لاس كاوه، خو اوس د خوراكي توكيو د كمښت داسې كړكېچ په مخه كړى چې د ناكام دولت او دېواليه كېدو اندېښنې يې پر سر اتڼ ګډ كړى، داسې چې د پاكستان اقتصاد په صفر كې ضرب دى، سره له دې چې د 11 سپتامبر وروسته يې د لس بليونه ډالرو مرسته تر لاسه كړې بيا هم د ( ايم آى ايف ) په درشل تندى سولوي او پر چين او سعودي د مرستې كچكول ګرځوي .

د پاكستان مشهور ليكوال ارشاد احمد حقاني كاږي: پر افغانستان د شوروي پر مهال د رېګن حكومت پر يوه وار 3.2 بليونه ډالره پر پاكستان ولورول، دغسې سعودي عربستان او اروپايي هېوادونو هم پاكستان ته د پټو ښكاره مرستو كانالونه رامنځته كړل، خو دغو مرستو څو تنه جنرالان، د آى اس اى افسران، مذهبي پنډتان او يو شمېر سياستوال او بيروكراتان و پړسول، د هېواد او ولس ګټه او سېګړه يې رامنځته نشواى كړاى.

ارشاد احمد حقاني كاږي: جنرال ضياء الحق داسې ګڼله چې امريكاښايي تر ډېرې مودې په افغانستان كې ښكېل پاتې او له پاكستان سره بې خرته مرستو ته اړ وي، جنرال ضياء له جنګ پينل سره په مركه كې زما د يوې اندېښنې په ځواب كې وويل: حقاني صاحب تر هغې چې په افغانستان كې جګړه روانه وي د امريكا يي مرستو د بندېدو اندېښنه بېځايه ده.

خو روس د جنرال ضياء الحق له اټكل د مخه له افغانستان پښې سپكې او له پاكستان سره د امريكايي مرستو مجبوريت پاى ته ورسېد.

دلته ده چې جګړه او ترهګري د مرستو راجلبولو پر اړتيا واوړي، واكمن خپله د ربړو، ناكراريو په لټه او هڅه كې وي چې بهرني لورى يې مرستې او د واكمنۍ دوام خپل مجبوريت و پېژني.

پر افغان جهاد د ډالرو له لورينې سره په پاكستان-افغانستان كې د كرپشن درغليو تور بازار ولګېد ډالرو زموږ ټولنيز اخلاق په خپل كومي كې ننيستل، موږ يې پر ځان پسې له نېغو لارو په كږولو پر كنډوكپرو او درغليو، ټګيو، خيانتونو او رسواييو ژورو كندو كې و غورځولو.

ډالرو زموږ ګېډو ته نه، موږ د ډالرو په خېټو كې خپل ارزښتونه او اخلاق له لاسه وركړل، داسې چې ولس او واكمن ټول د سوال كچكولونه نيولي د هل من مزيد په چيغو يې كومې شلولي، هيڅوك ماړه نه شول، لوږه، بدبختي، بېوزلي ورځ په ورځې غزيږي، دا سمه ده چې د ځينو ماڼۍ، سوداګر او بهرني اكاونټونه رامنځته شول، خو د حرص وږې سترګې يې مړې نشوې كړاى .

په جهاد كې د امريكا د ولس بليون، د سعودي لس او د چين دوه بليون ډالره ددغو هېوادونو د استخباراتو له لارې ولګېدل، خو پايله يې له بربادۍ پرته نه شي تر سترګو كېداى .

بهرنۍ مرستې او د استخباراتي شبكو لورينې ټولنو، رژيمونو او حكومتونو كې د درغليو داسې ككړتيا رامنځته كوي چې حكومتونه او بهرني لوري د يوبل د بليك ميل كولو پر عذاب اړوي.

واكمن او چارواكي بهرنيان په طالب، ترهګرو، اورپك، بنسپټپالو، سخت دريځو او القاعده ويروي، بهرني لورى لاس كتوي حكومتونه د خپلو لورينو په دام كې داسې نغاړي چې د خپلو خلكو پر ضد له جګړې مرګ ژوبلې، ترټنې، سپكاوي هم مخ نشي اړولى .

بيا په قبايلي سيمو كې جګړه او په هېواد كې ناكراري څرنګه پاى مونداى شي؟

په اسلام آباد كې د سره جومات ماجرا د واكمنو ضرورت پېژندل كيږي، ددې لپاره چې جنرال مشرف، د مشر قاضي عدليې له كړكېچ، د وكيلانو له احتجاج او سياستوالو له لاريونونو د خلكو پام بله خوا كړى وي د سره جومات بلوا رامنځته كړه.

دلته چې بمباري نشي درېدى په ودونو، جنازو بريدونه پراختيا مومي، پرهره غميزه د خواشينۍ په څرګندولو د پلاوو په لېږلو او څو متحدالمال چوكاټي سوليدليو ټكو او پيغامونو په خپرولو خاورې واوړي او بس.

بيا طالب او ترهګرو وېره له امريكا او لويديز د ډالرو په بډه وهلو كې زرين چانس پېژندل كيږي، تر هغې چې اورپكي طالبان، ترهګر او القاعده وي د امريكا مرستې به دوام لري، د امريكا او لويديز مرستې او د لاس كتوي حكومتونه د دوام راز او تضمين په همدې كې نغښتى .

حسن مبارك له درېو لسيزو زيات پر امريكا خپله واكمني كره كړې، چې كه دى په واك كې و نه اوسي اورپكي، سخت دريځه او بنسټپال واك ترلاسه كوي، د همدغه بليك ميل پر مټ حسن مبارك لګيا دى د واك په ګدۍ د خپل زوى كېنولو ته مخه مومي.

لويديز په خپلو هېوادونو كې د بډو او مالي درغليو نوغې ايستلي، درې كاله دمخه ماته پنځوس پنسه د حكومت له خوا زيات راغلي ول، دغه پنځوس پنسه يې دومره سخت ونيول چې په درېو څلورو دفترونو له ګرځېدو يې په ټاكلي موده كې ترلاسه كړل.

خو زموږ په هېواد كې په رڼو سترګو ګوري چې په مليونونو ډالر د څو محدودو كسانو خېټو او جيبونو ته لويږي خو ځان ړوند كوڼ او ناګاره اچوي .

له يولسم سپتامبر وروسته نژدې لس بليونه ډالره په پاكستان او له دې زيات په افغانستان كې تري تم دي، خو نه چا جنرال مشرف ته كاږه وكتل نه يې كرزي ته كرښه تېره كړاى شوه، نه كومه انجيو، كمپنۍ او شركت ته د پړې ګوته ونيول شوه.

لويديز په برلين، توكيو، لندن كې د راڼه حساب سپارښتنه كوي، خو كله هم يې څوك شفافيت ته كېنه نول، له چا يې د لګښتونو حساب ونه غوښت هغوى چې په خپلو هېوادونو كې د درېو كالو وړاندې پنځوس پېنسه حساب اړين ګڼي په نورو كې پر پنځوس مليونه خوله پټه نيسي.

آصف زرداري له ترهګرۍ سره په جګړه كې د لس بليون ډالر اړتيا ته نغوته كړې، كه ترهګري نه واى، زرداري د سويس او لويديز بانكو كې د بليونو ډالرو زېرمې لري، خو څوك هم پاكستان ته ددغې پانګې د لېږد خبره نكوي، په نورو مرستو او پورو يې نازوي.

په برلين، توكيو، لندن كې لويديز كارپوهانو ليكچرونه وركړل، د سمونو او ريفورمونو اړتيا يې وړاندې كړه، خو په عمل كې له يوې ورځې بلې ته د اداري فساد، اختلاس او درغليو مزي او تناوونه غزيږي.

تر دې چې بهرني او مرستندويه اړخونه هم د كميشنكاريو لپاره په دغه تور بازار كې بولي لګولې ده.

كه طالبان نه واى، كه د ترهګرۍ له وېرې د لويديز د بليك ميل كولو چانس نه وى رامنځته شوى د افغانستان په څېر يوه بېرته پاتې هېواد د كابينې غړو له ټكس خوندي د مياشتې له شلو، تر شپېته زرو ډالرو معاش ترلاسه كولاى شواى؟

د ولسمشر له شمېره وتلي سلاكارانو، مشاورينو سربېره وزيران، واليان خپل سلاكاران ويندويان لري چې له ډالري معاشونو او امتيزونو برخمن ګڼل كيږي، يو ځاى نه، په دولت او انجو ګانو كې دننه خو د دغسې ډالري معاشونو او امتيازونو شونتيا ووته سترګكونه وهي.

ډېرى وزيران خپلې انجوګانې چلوي، قراردادونه كمېشنونه اخلي، زه لس وزيران ديارلس مرستيال وزيران يو ويشت سلاكاران پېژنم چې خپلې انجوګانې لري، په بهرنيو هغو كې د سلاكار په توګه معاش اخلي، دوى په خپلو كې يوبل ته قرار دادونه او كمېشنونه پاس كوي، د يوبل ګټې ساتي، د بېروكراسۍ يوه ګواښمنه بڼه او كولتور يې غوړولى، هغسې چې دولتي ځمكې، پاركونه د همدغه بيروكراسۍ په مټ لاندې كيږي، په ناقانونه توګه بلندمنزلونه او كمرشل پلازې جوړيږي.

په لويديز كې ددغسې لوړ معاش او امتيازونو تصور او اټكل كېداى شي ؟

پوښتنه داده چې لويديز ډونران او حكومتونه څرنګه په افغانستان كې ددغسې درنو درغليو زغم لرلى شي؟

كله چې افغان پلاوي د مرستو كچكول پر غاړه د برلين، توكيو، لندن او.... دروازو ته دريږي په هغسې لوكسو هوټلونو كې مېشت وي چې د يوې شپې كرايه له زرګونو ډالرو لوړه راخيژي، هغسې مډرن ليموزين يې كرايه كړى وي چې په دغو هېوادونو كې يې ملكه، پادشاه او صدراعظم هم نشي كارولى، حكومتونه له هرڅه زيات اخلاقي بنسټ او اساس ته اړ وي، همدا بنسټ د حكومتونو، ادارو د پايښت او بري چانس ګڼلاى شي .

خداى بښلي اعليحضرت محمد نادرشاه غازي له سقاوي اړ دوړ وروسته په داسې حال كې كابل ته ننووت چې ارګ ويجاړ او لوټ شوى و، دى اړشو په عليمردان بڼ كې څو شپې د خپل يوه انډيوال په كور كې واړوي اوله هماغه ځايه د نظام او حكومت اډانه ورغوي، خزانه تشه او جګړې كابل او د هېواد ډېرى سيمې ځپلې وې، د مرګونو لوټماريو قيامت تېر شوى و، خو خداى بښلي په څلورو كالو كې دا هرڅه ورغول .

دۀ د دولتزيوله سوداګرو پورونه واخيستل چې په بهر كې د هېواد سياسي نمايندګۍ او سفارتونه و چلولى شي، چېرې هم د بهرنيو مرستو لورى نه ليدل كېده، د برلين، توكيو، لندن د مرستو بهيرونه په څپو نشول، د انجوګانو ډالر نه بادېدل.

طالبان له بشري حقونو په سرغړاوي تورن بلل كيږي، د بهرنيو ترهګرو د ننګې او ملاتړ تر پرې پورې دى، د حكومت او نظام چلولو له هنر بې برخې ګڼل كيږي، خوله دې اخلاقي غوراوي يې څرنګه څوك سترګې پټولاى شي چې شېر پور يې چور نه كړ، د كرزي صيب له حكومت يې ټينګ نظام چلاوه، خو د ماڼيو بلند منزلو هوس ته يې مخه ورنكړه، له يوه څادر سره راغلي او له هغې سره بېرته ووتل، له كوم وزير او چارواكي د وزير اكبر خان او نوي ښار نومرې او ماڼۍ پاتې نشوې.

د ملاعمر او ملارباني وروڼه، ورېرونه او خپلوان چا ونه پېژندل چې چېرې وزير، والي، معين، رييس ټاكل شوى وي.

د مرستو جلبولو د افغان پلاوي يوه ټيټ پوړي غړي په ډېر تاسف دا خبره وكړه چې هالينډ د افغانستان ځينو پروژو ته مناسبه مرسته پاموړ ګڼلې وه په دغسې لوكسو هوټلونو كې يې چې د افغان پلاوي مېشتېدنه، ډالرې لګښتونه او د ليموزين چكرونه وليدل، بېرته يې د خپلو مرستو فايلونه ونغښتل، ددوى په وينا چې د افغان پلاوي له شاهانه لګښتونو داسې اټكل كيږي چې افغانستان له هالينډ سره د مرستې پوزين او دريځ خپل كړى وي.

 

له ( ملي هېندارې) نه په مننه