په ډک محفل کې چې د بل ښکلوکي نام واخلمه
له بې وفا نه څه په بیل رنګ انتقام واخلمه
لکه ښایست په نیمه لار کې پریښودل نه کوم
زه چې د چا سره یو ځل په لاره ګام واخلمه
دا مې پښتو وکړه رقیبه چې په کلي راغلې
ګني ته خپل سوچ وکړه څنګه دې سلام واخلمه
ګوهر وزیر په تورو کاڼو کې لوی شوی یمه
اوربل دې څنګه له جبین څخه په پام واخلمه
05.07.2009
- نصرت الهام
مور
زه چې سهار له کوره وځم خلکه
مور مې پلو لاندې لاس پورته کړي دعا وکوي
سپېڅلي رب ته وايي شکر خدايه
کوچنى بچى مې زلمى شوى دى اوس
زما کاکل زما نرۍ ږيرې ته ډېره خوشاله وي
دعا کوي چې
خدايه له هره غمه يې وساتې ته...
08.07.2009
- نصرت الهام
د درغليو په تور بازار كې :
بهرنۍ مرستې – استخباراتي لوريې او كمزوري حكومتونه
اقتصادي پرمخيون او د ربړو اوارى په بهرنيو مرستو كې نه دى، بلكې پر دغو مرستو د ا...