مور
زه چې سهار له کوره وځم خلکه
مور مې پلو لاندې لاس پورته کړي دعا وکوي
سپېڅلي رب ته وايي شکر خدايه
کوچنى بچى مې زلمى شوى دى اوس
زما کاکل زما نرۍ ږيرې ته ډېره خوشاله وي
دعا کوي چې
خدايه له هره غمه يې وساتې ته
خدايه پوره يې کړې ارمان د زړګي
ډېر زيات ښايسته دى نازنين دى خدايه
نو درته سوال کوم زاري کوم چې
کاشکې يې کړې هېر د مرګي
کاشکې يې کړې هېر د مرګي
فريدون خوځون
04.07.2009
- نصرت الهام
غزل
پروت په مورچل کې د جهاد ، په عنبرينو څڼو خاونده ! ته يې لرې ښاد ، په عنبرينو څڼو
خدايزده شهيده ! تورو خاورو کې به څنګه پروت يې ؟ بېګا همزولو کړلې ياد ، په عنبرينو څڼو...
05.07.2009
- نصرت الهام
په ډک محفل کې چې د بل ښکلوکي نام واخلمه
له بې وفا نه څه په بیل رنګ انتقام واخلمه
لکه ښایست په نیمه لار کې پریښودل نه کوم
زه چې د چا سره یو ځل په لاره ګام واخلمه
دا مې پښتو وکړه رقیبه چې په کلي راغلې
ګني ته خپل سوچ وکړه څنګه دې سلام واخلمه
ګوهر وزیر په تورو کاڼو کې لوی شوی یمه
اوربل دې څنګه له جبین څخه په پام واخلمه
...