غزل
پروت په مورچل کې د جهاد ، په عنبرينو څڼو
خاونده ! ته يې لرې ښاد ، په عنبرينو څڼو
خدايزده شهيده ! تورو خاورو کې به څنګه پروت يې ؟
بېګا همزولو کړلې ياد ، په عنبرينو څڼو
غونچې غونچې پر مخ راغورځي ، څه چاره يې وکړه
کړې به تباه جلال اباد ، په عنبرينو څڼو
سر دې ټيټ نه کړ د دې دور فرعوني غرور ته
پښتون فطرت دې کړلو زباد ، په عنبرينو څڼو
زما اروا وږمه وږمه لکه د مشکو عطر
نری نری لګيږي باد ، په عنبرينو څڼو
زما غزل نقاد ته داسې ، لکه ښکلی مئېن
ولاړ وي مخ ته د جلاد ، په عنبرينو څڼو
غزل |
|
داچې درګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د زړه له درده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د عشق هندارې خړوي ، د هوس باد را الوتی
له دغې ګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
هغه غله سترګې بيا راغلې ده ، لږ پام په کار دی
هغه بهر ده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه قاتلې ! کوم ساده د لمر په وړانګوپرخه سپاري ؟ ته يې نامرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه داسې بې واره چې راګورې ، نو څه چل خو شته دی ځکه په زغرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه |
غزل
ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه
کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې
زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده
درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه
ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملامته يمه
د ژوند په دښته کې مې لاس د خپل وجود پرېښوده
بيا مې تر ډېره اورېده ، چې ملامته يمه
بېګا جلال په ميکده کې په ځان نه پوهېده
په چغو چغو ژړېده ، چې ملامته يمه