د بلګېټس زوم
پلار -  زړه مې غواړي پخپله خوښه جلۍ درته وکړم .
زوی   - نه، زه غواړم چې پخپله خوښه ځان ته د ژوند ملګرې انتخاب کړم .
پلار  - خو ما چې څوک درته غوره کړې، هغه د بلګېټس لور ده .
زوی - ښه، که داسې وي نو بيا خو سمه ده .

پلار يې  بلګټس ته ورځي  او ورته وايي :
- ښاغليه ! د لور د راتلونکي په اړه دې څه فکر کړی ؟
بلګټس- هغې ته لا وخت شته  .
پلار - خو ګوره ! ځنډ مه کوه، ما داسې يو ځوان ورته ليدلی چې د نړيوال بانک لومړی مرستيال دی .
بلګټس -  رښتيا ؟ نو زه هم د همداسې ځوان په لټه کې يم .

بالاخره پلار يې د نړيوال بانک مشر ته ورځي :

پلار – د لومړۍ مرستيالۍ لپاره مې يو بااستعداده ځوان درته پېدا کړی .
مشر – مګر ما بل څوک په نظر کې نيولی  .
پلار  - خوښه دې،  خو دغه ځوان د بلګېټس زوم دی .
مشر – ښه، نو سر له سبا يې راوله  .
او په دې توګه معامله تر سره شوه .

ژباړن  -  شوکت يعقوبي