راليږونکی :اختيار
د راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.com
نيټه : 30-11-2008

          غزل

د ژونــــد لــــمن پــــرې ســوځــي ســره لـمبه ترېنـه جوړيږي
ســـــترګې مــــه راړوه بـــده حـــــادثــــه تـــرېــــنه جـــوړيــږي

قــــدمــــونـــه مــــنفي كيـــــږي، فـــاصـــله اخــر شــي ختمه
قــــدمــــونه جــــمع كيـــــږي، فــــاصــــله تــــرېـــنه جـوړيږي

تـــــه چــــې ســــترګې وېـــدې ســاتې دا د ورځـې علامه ده
ستـا چې سترګې وېدې كېږي، نو بس شپه ترېنه جوړيږي

سمـــندر چـــې درتـــه ښـكاري، زما د اوښكو مجـموعه ده
دا هـــم زمـــا د زړګــــى آه دى، چـــې څـــپه تــرېنه جــوړيږي

زه ميــــن پــــه ګـــــلابونو، تـــه ګـــلاب غوندې ښايسته يې
بــــس هـــــمدغه نرى تـــــار دى، رابــــطه ترېنـــــه جـــوړيږي

دا خــــو زه خـــپل ځـــان سـره يم، چې نارې نارې د (زه) كړي
خــــو كـــــه زه ترې شــــومه لرې، نـــو (هغه) ترېنــه جوړيږي.


هجرت الله اختيار