يادونه : دغه لاندې مالومات او شعرونه د خوست نه قدرت الله درمان رالېږلي دي، چې د ښاغلي سيد محمد مسکين په اړه دي. سيد محمد مسکين د خوست ولايت اوسېدونکى دى.
http://tolafghan.com/baz/index.php?action=detail&post_id=6667&b_id=45&kw=مسکين
تنده
راليږونکی :
د راليږونکي پته :darman_af@yahoo.com
نيټه : 29-11-2008
نوم ---- سيد محمد
تخلص----- مسكين
د پلار نوم ------ حاجي وزير محمد
د زيږيدو نيټه١٣٣٩ لمريز هجري
ولايت ------ خوست
ولسوالي------ اسمعيل خيل او مندوزي
قوم-------- مندوزى
كلى--------حسن زى
د تحصيل درجه------د دوولسم ټولگي د كابل د پولې تخنيك انستيتوت درې سميستر پاس.
د مسكين صاحب د تيليفون شميره..... 0093707101502
دنده ------- سر وهلى بر وهلى ښوونكى
ښاغلي مسكين صاحب ته په ١٣٦٢ لمريز هجري كال د فلج ناروغي ورپيښه شوه
چې له هم هغې ورځې نه دا دى تر اوسه د تريخ ژوند سره په مجادله بوخت دى.او هيڅكله يې هم د ژوند مشكلا تو ته پړه نده منلي. دا هم تاسو او دا هم د ښاغلي مسكين صاحب د شاعرۍ لږه برخه.كه د ده په شاعرۍ څوك څه ويل غواړي نو لطفاً د ده ته په دې نمبر زنګ ووهي..
0093707101502
( غم او رنځ )
زړه مې غم وسوو، وينې جوش وكړو بخار شوه ټــــولـه
د اوبـــــــــو ډك لوښــــى ضــــرور د اور لمـــبـې وچـــــوي
بــدن مې رنځ مسكينه! داسې وچ لكه لرګى كړو په كټ
لــــكه شــــنه ونـــه چــې تــروې، تروشې شړومبې وچوي
(واكسين او مسكين)
اســـــانــــه او ارزانـــــه چـې سل واره وقايه ده
نو!ولې بيا سا واره له واكسين څخه ويريږي
د جــــهل تــــورو شـــپو ته يې د علم رڼا راوړه
نو!ولـــې په لړزه دي له مسكين څخه ويريږي
( سلام )
معلم ته مې سلام دى،سرمعلم ته مې سلام دى
په علم چې عمل كړي هر عالم ته مې سلام دې
مسكينه !پريښتې چې غوړوي ورته وزرونه
قدم يې په ليمو وړم، متعلم ته مې سلام دى
(ماشومان)
ګرزي په كوڅو او هم په كلي ماشومان
پاتې له تعليم نه ښكلي،ښكلي ماشومان
پلار،مور يې مسكينه!د سبا ورځې غم نه خوري
ځكه مې مكتب ته رابلــلي ماشومان
(د وجدان غږ)
كه شاعر وم كه اديب وم او كه نه وم
خو فطرت يم مجبور كړى ژوند څيړمه
د نيم ځاني خوار مسكين د وجدان غږ به
تر خپل وسه د قلم څوكې ته وړمــه
(په ژوند كې)
چې څومره ګنډې،ګنډې مسايل لرو په ژوند كې
همدومره بيا نيمكړي وسايل لرو په ژوند كې
مسكينه!چې انډول ئې په خپل لاس برابر نه كړو
همداسې به لاسونه د سايل لرو په ژوند كې
(سپينې كيسې)
سپينې جامې ډيرې شوې خو،سپينې كيسې كمې شوې
كركې ،نفرت زور واخيست د مينې كيسې كمې شوې
ډير خلك د كبر او هوا اوږو تـه وخـتل
ځكه خو مسكينه نن مسكينې كيسې كمې شوې
(د زړه ارمان)
په زړه كې زخمي پروت دى يو سنګين د زړه ارمان
چې نشي الوتى لـكـه شـاهـين د زړه ارمان
كتاب به كړم مـلګرى او قـلم بـه كـړم ريـبار
يو وخت به خداى پوره كړي د مسكين د زړه ارمان
( مسكين)
چې ستا په لوړه پوزه،د پيزوان غوندې كوړى شي
نو،بيا به د منصور او د صدام غوندې سړى شي
چې څومره دې پرې ايښى دومره نوره هم پرې كيږده
منم يې چې مسكين دى خو غمونه په زړه وړى شي
( سيالي)
د سرو، سرو آننګو نه يې سكروټې راوريږي
د دوو بنو سيالي ده څه وړه كيسه خو نه ده
پخلا او دلاسه ئې كړه د سولې اوبه وركړه
مسكينه سور انګار دى څه سړه كيسه خو نه ده
غزل
ولې دې پردى كړمه،پردى نه يم درخپل مې كړه
درد يمه،پرهر يمه،زخمي،زخمي درمل مې كړه
نن راته په سپين رخسار د حسن ډيوې بلې كړه
عشق مې د پتنګ دى چې ايره شمه جلبل مې كړه
تږي ساقي! ډير دي، دا منمه خو احسـان وكړه
زه له تندې مرمه ساه مې خيژي ترې اول مې كړه
يا خو مې په دار كړه چې پيزوان شم شونډې ښكل كړمه
يا مې د نتكۍ تر څنګ په پوزه وړه چارګل مې كړه
ګل يم د كوكنارو څوك كې نه غواړي چې تريخ يمه
ومې زبيښه خوږ به شمه غلوزه ئې عسل مـې كړه
خير دى كه بيا پاڼي،پاڼي تـوى شـمه پروا نشـته
ومې ټومبه ښكل مې كړه لايق د تور اوربل مې كړه
خون او پور مې دواړه دربخلي زياتي څـه غواړې
ورك مې كړه ارمان مې دى،د زلفو په ځنګل مې كړه
زلفو ته ئې څنډ وركړو په شونډو شوه موسكا راتـه
سترګو كې ئې ووې تعزل يمه غـزل مـې كـړه
زه به درتـه ځـان لـكه اوړه په ژرنده ووڼـم
سترګو ته كه درغلم مسكين يمه كجل مې كړه
غزل
زړه مې داسې ښكليه ستا په منګول ناست وي
لكه باز چې د پاچـا پـه منګول ناست وي
مجنون ځان كړي په صحرا د خاورو څلـى
خو خيالات ئې د ليلا پـه منګول ناست وي
غم دې داسې نـازوم لـكه ماشـوم چـې
نازولـى د بـابـا پـه منګول ناست وي
د جمشيد په تاج و تخت باندې بيا څه كړي
قنـاعت چې د ګدا پـه منګول ناست وي
سر به وخوري لكه ډيرو چـې خـوړلـى
چي د نفـس د تقضا پـه منګول ناست وي
ټول بې حسه سترګور به ترينه ځـار كـړم
چې احـساس د نابينا پـه منګول ناست وي
خدائ ئې زياتې خزانې په سخاوت كـړي
سخي ځكه د سـخا پـه منګول ناست وي
هير ياران راځي مسـكينـه كـله،كـله
په خوبونو كې زمـا پـه منګول ناست وي
ژرنده ګړي
يو خوا بې كوره زمونږ مړي ورك شول
بل خوا په ژوند ژوندي زكړي ورك شول
په حـيوانـاتو مـو بـلا ګـډه شـوه
د كور په غولي كې مو پړي ورك شـول
سخته قطحي ده چې په دشـتو كې مـو
په سترګو نه راځي سرګړي ورك شول
چې بې ګـودره بـې هـنره ورتـلـل
د اباسـين موجـونو وړي ورك شول
ميچن ، پايئكوب دلته څوك نه پـيژني
ژرندې خره شوې ژرنده ګړي ورك شول
لږ به وي ورك دلته په عيش او عشرت
ډير د غـمو له لاسه ستړي ورك شول
د زهرو ډك تراخه به خورم مسـكينه
چې په نصيب مې خواږه زړي ورك شول
مسكينې كوڅۍ
پستې مستې تورې وريښمينې كوڅـۍ
په ژوند يې مه كړې خدائه سپينې كوڅۍ
فرهاد د عشق په تيشه ځـان وواژه
روزي يې نه شوې د شيرينې كوڅۍ
لښكر ماران په نرۍ ملا زنګيږي
اوږدې،اوږدې د نازنينې كوڅۍ
د كوم مين زخمي زړګى دى پكښې
چې په سرو وينو دي رنګينې كوڅۍ
هلته به جنګ نه وي او سوله به وي
چې و ګودر په غاړه وينې كوڅۍ
د هرې پيغلې په اوږو پرتې دي
خو ملالۍ شي ځينې ځينې كوڅۍ
مسكينه!! څومره د غرور دكې دي
خو پاك الله ته دي مسكينې كوڅۍ
لمر ګلى
داسې مې زړه په خپل دلبر پسې مري
لكه لمرګلى چې په لمر پسې مري
رڼو اوبو كې پټ رازونه پټ دي
چې مستې پيغلې په ګودر پسې مري
د تا به يو، د بل به بل وخت خوښ وي
زما چشمان په ماذديګر پسې مري
چې خندوي يې د شبنم په ژړا
ګلونه ځكه په سحر پسې مري
د اهريمن او د شيطان ملګري
خير پسې نه ګرځي په شر پسې مري
كه سترګور يې قدر نه پيژنـي
نابينا واړه په نظر پسې مري
مسكينه وكړه په غزل كې نوښت
چې شاعران دې په هنر پسې مري
هايكوګانې
سترګې
په غټو غټوبڼورو سترګو
چې خوار غريب مسكين ليدلى نه شي
نو دغه سترګې يې ړندې بولمه
ارمان
خاونده!داسې وخت به كله راشي
چې خوار مسكين په نړيوال كلي كې
د ژوند باقي شيـبې په خوند تيرې كړي
كاميابي
د حق په لار چې ماتي نه منم نو
د ښكلي ښايسـته د كاميابۍ ناوي به
مسكينه! خپله زما كور ته راشي
ملنډې
لاس يې راوږد كړ خوى عادت يې نه وو
سل مجبوريو وه په سر اخيستي
مسكينه!! وخت خو هم ملنډې وهي
پردي جيبونه
چې پرواز زركړم د احساس سترګو ته
مسكينه!! ووينمه ډيرې سترګې
چې له كونجو پردي جيبونه ګوري
پښتو او اسلام
چې نه پښتو او نه اسلام پيژني
نو داسې خلكو ته مسكين دى حيران
چې په كوم نوم او كوم لقب يې ياد كړي