غزل

 

اورم چې سپرلي راځي
ښکاري چې ساقي راځي
موږ د محبت د ښار
موږ له زندگي راځي
ښکاري چې راتلونکې ده
ځمکه خوځي، ځي راځي
عقله مبارک دې شه
ځان سره دې وړي راځي
دا گودر په تا آباد
تا له لېوني راځي
دا د زړونو لوبې دي
دې کې تباهي راځي
عشق داسې په نښه کړم
غم چې چرته وي راځي
وار وکړه لږ صبر شه
غمه خوشحالي راځي
خاورې به يو مړه به يو
ښکلي چې راځي راځي
دلته کې صابر مين
دلته خو که مري راځي

ارواښاد صاحب شاه صابر

همدا غزل د هارون باچا په غږ کې واورئ !