غزل

پــدې پــوهېـــږم، چې جـــرئــت د اظهار هيڅ نه لرم
خــــو هــــــره لاره راتـــــه بنـــــده، ده لار هــيڅ نـه لرم

زمــــا دوســــتان پـــه ما له شـــانه ګـــوزارونــه کوي
زۀ د ســـــنګر لـــــه دښـــــمـــنانـــو نه ډار هيـڅ نه لرم

د خــپل مـــطلب د خپل غرض منډو کې ستړې دنيا
بــــس هــــسې ژونـــد کــوم دنيا سره کار هيڅ نه لرم

مـــا مــــې د اوښـــکو پـه اوبو د زړه ښيښه وينځلې
زۀ مـــې په خــپل زړۀ باندې ګرد او غبار هيڅ نه لرم

زۀ چـــــې ددې دنيــــا پــــه دغــــې لاره تلــــلى نــــشم
پـــــه زړه کـــينه، او پـه لستوڼي کې مار هيڅ نه لرم

چـــې چـــرتــه لــرې درنـه لاړ شم، تـــا پرې وسپارمه
پــــه زمــــانه بـــاندې، خو دومـــره اتـبار هيڅ نه لرم