برق

برق چې وي زه خوشاله يم
کله چې برق نه وي ډېر خپه يمه زه
تلويزيون مې ډېر خوښېږي
ډېر ښايسته ښکارېږي
خو کارتوني مې پکې ډېر خوښېږي
او شاعران مې پکې ډېر خوښېږي
ماشومان مې پکې ډېر خوښېږي
پلار چې مې خبرونه را اړوي
زما ورته قار راځي
چې برق نه وي ماښام نه ويده يم
چې برق وي بيا خوب نه راځي
ماشومان شاعران مې پکې ډېر خوښېږي
په دفترونو کې ماشومان مې ډېر خوښېږي
برق چې وي
ماشومان کراره ناست وي
کارتونيان يې ډېر خوښېږي
کار تونيان څومره ښه ژوند لري
برقونه مې ډېر خوښېږي

٤ کلن ماشوم ساغر ننګيال

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ښي خوا درېيم ماشوم ساغر ننګيال نومېږي، د شعرونو، کيسو او رسمونو سره ډېره مينه لري. د رسمونو کتابچې لري چې هره پاڼه يې د ساغر د ماشوم معصوم فکر ترجماني کوي .  برېښنا په کابل کې يوه لويه ستونزه ده، چې نور د کابل ښاريان د برېښنا د نيشتوالي هيڅ زغم نه لري، د برېښنا مسئولين دې ددې معصوم ماشوم غږ واوري او د برېښنا غم دې وخوري . د ماشوم ساغر دغه شعر د برېښنا محترم وزير اسماعيل خان ته ډالۍ دى .  د ساغر پلار وايي چې کله برېښنا نه وي، د خپګان نښې د ساغر په تندي کې ښکاري.

له تبصره کوونکو نه هيله کوم چې د تبصرو په کړکۍ کې کنځلې ونه ليکي او د قلم سپېڅلتيا ته درناوى ولري .

په ډېره مينه او ډېر درناوي .

تنده