راليږونکی :آغاه جان ګيله من
د راليږونکي پته :aghajangelaman@yahoo.com
نيټه : 26-11-2008
کرزی ځان خلاصوي ...
څۀ موده وړاندې يوسپين ږيري کليوال چې د کور لپاره يې يوه د وړو لس منۍ بوجۍ په پينځه زره روپۍ اخستې وه په مخه راغی لا ګاډى يې ودراوۀ، د تندي خولې يې په لستوڼي پاکې کړې، په ډېره خواره خوله يې راته وويل : دامې د يوې مياشتې خوارۍ وروسته لاسته راوړې يونيم زر روپۍ لا د دوکاندار قرضداره شوم، خو اوس دې ته حيران يم چې په کورکې مې ماشومان ناروغه دي هغوی ته به د دارو دوا پيسې له کومه کوم، کليوال ته مې زړه ډير بد شو خواري کښ سړی و، شپه او ورځ به يې د اولادونو لپاره خواري کوله. ما ورته وويل : خيردى بابا خدای به خير کی، د پاکستان اوړه که بند شول خدای به له لار پيدا کي، هغه دى کرزي له ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو څخه د مرستې غوښتنه کړې کېدی شي وړۀ ارزانه شي، بيابه ستا دخوارۍ پيسې صرف په وړو نه ځي .
بابا په خواره خوله وخندل، د وړو په بوجۍ کېناستۀ او ويې ويل : بچيه ! کرزی
پرېږدوه چې خپل خټکي خرڅوي، اوس يې څوک په خوله پياز هم نه خوري، هغه که اوس له دې چوکۍ ځان خلاص کړي هم لويه توره به يې کړې وي ...
دا کيسه د کرزي له اوسنيو څرګندونو ورسته را ياده شوه چې بهرنيانو ته يې نسبتاً په تونده لهجه ګوتنيونه وکړه او هغوی يې په خپلسري بمباريوتورن کړل، د ناامنيو يو لامل او د اولس او افغان دولت تر مينځ يې د بيلتون عاملين وګڼل . همدا شان دولايتي بيارغونې ټېمونه يې ددولت دحاکميت دکمزوري کولو لامل وګڼل . په اخر کې يې هغوی وګواښل او درې لارې يې ورته وښودلې، چې په هغو کې يوه د نوموړي له واک څخه د ليرې کېدو خبره هم وه.
که رښتيا خبره شي د کليوال سپين ږيري خبره مې زړه ته جګه ودرېده، هغه رښتيا ويلي وو چې ( (هغه که اوس له دې څوکۍ ځان خلاص کړي هم لويه توره به يې کړې وي…… ))
آغاجان ګيله من
------------------------------
ګران الهامه وروره ستاسو وبلاګ ته مې د خپل زړه خواله دراستولې هيله ده چې په ليکه به يې کړې د تبصرو کړکۍ ورباندې خلاصه پرېږده، چې خلک لا څه وايي...
په الله دې سپارم