ته خو سر تر پايه شعر يې!!
تۀ لا څومره ښايسته يې
ستا د سترګو په ليدلو
د غزل تنده ماتېږي
ستا دا وروځي قافيې دي
او مطلع دې ښکلې سترګې
نور غزل دې خور په مخ دى
او مقطع دې دواړه شونډې
زما نوم هم په مقطع کې
ستا د شونډو په سر ناڅي
يو شاعر په تا مين دى
د خيالونو د لفظونو
يو ساحر په تا مين دى
تۀ لا څومره ښايسته يې
ستا د سترګو په ليدلو
د غزل تنده ماتېږي
25.11.2008
- نصرت الهام
غزل
نصير احمد رومان
دا چـــې ژاړي دا زمــــا د لاس قلم دىنۀ ساقي دی، نۀ شراب او نۀ حرم دی
ستا د حسن گلان تل چې تازه ســاتيدا زما ددې رنځورو سترگــــو نـــم دی
دا چې غلى ورته ژاړم ښکولــوم يـــــېخاورې نۀ دي دا د ښکلي يار قدم دی
چې مريض شم نو بيا خير جانانه راشه...
27.11.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :آغاه جان ګيله مند راليږونکي پته :aghajangelaman@yahoo.comنيټه : 26-11-2008
کرزی ځان خلاصوي ...څۀ موده وړاندې يوسپين ږيري کليوال چې د کور لپاره يې يوه د وړو لس منۍ بوجۍ په پينځه زره روپۍ اخستې وه په مخه راغی لا ګاډى يې ودراوۀ، د تندي خولې يې په لستوڼي پاکې کړې، په ډېره خواره خوله يې راته وويل : دامې د يوې مياشتې خوارۍ وروسته لاسته راوړې يوني...