غزل

نصير احمد رومان

دا چـــې ژاړي دا زمــــا د لاس قلم دى
نۀ ساقي دی، نۀ شراب او نۀ حرم دی

ستا د حسن گلان تل چې تازه ســاتي
دا زما ددې رنځورو سترگــــو نـــم دی

دا چې غلى ورته ژاړم ښکولــوم يـــــې
خاورې نۀ دي دا د ښکلي يار قدم دی

چې مريض شم نو بيا خير جانانه راشه
ستا  خندا نۀ ده زما د زړۀ مــــرهـم دی

زه رومان به ښـه ډاډه ورغـــــاړې وځـــم
دا زما د خپل زړګي  د مــــينې غـم دی