ولې يو افغان ډاکټر صاحب د يوخارجي موچي دومره عزت او احترام لري؟
ځواب به يې همدا وي، چې دې ښاغلي ته د هغۀ خارجي پيسې د خپل عزت او لياقت نه ډېرې ښې ښکاري!!!!!
يوه ورځ د خپل کار په ځای کې ناست وم چې زما يو د دولسم صنف ملگری د کابل نه راغی، دانټرنټ او کمپيوتر صفتونه يې شروع کړل، دهغه خبرو مې شوق د کمپيوټر او انگلسۍ سره پيدا کړ، د شپې مې ځان سره تصميم و نيو چې سبا په څه نا څه هنر زۀ بايد په کالج کې داخله وکړم . خو زما تعليم معيار د هغوی د کالج د غوښتنو سره نه و برابر، خو دافغانيت له لحاظه يوبنده خدای پاک مهربانه کړاو داخله يې راکړه .
روسته له دوه کالونو زۀ هم فارغ شوم، کله چې کابل ته راغلم، وروسته له ډېرو هلوځولو نه دې نتيجې ته ورسېدم چې بغير د واسطې نه هيڅ کار هم نه کيږي او بايد خامخاپه دې ښار کې واسطه ولرې .
له درې مياشتو هلو ځلو نه وروسته په يو ځای کې مې ځان ته کار پيداکړ او په ډېره لږه تنخا مې کار پيل کړ.
ددفتري کارونو سره بلد شوم چې د څه وخت په تېرېدو سره مې په اکبر سايټ کې يو اعلان وليده چې د کمپيوټر د استادۍ لپاره ضروت لري چې له انټرويو نه روسته زه ددوى په نظر کامياب استا د وم . کارونه په مزه مزه روان و.
د خدا پاک کارونه و چې په دې ځاى کې دا ډاکتر صاحب هم زموږ په دفترکې د ترجمان په حيث مقررشو، داچې اوس يې ما کيسه درته شروع کړې ده.
ډاکترصاحب ورځ په ورځ دومره ترقي کوله چې ته به وايې ددۀ ښاغلي د پلار دفتر دى .
ورځ په ورځ يې معاش لوړېدلواو د مډالونو د خبرو د توپونو ددزاوو اوازنه راتلل، سه مو دفتر سره يوځای شو چې هره ورځ به دې ښاغلي ډاکټر سره د خپل ځان په اړه يوه نوی خبرموجود وويل به يې: نن يې راسره دا عده ورکړې ده او پرون يې راته داسې وويل
داښاغلى به دځان سره ډېر خوشحاله معلومېده ځکه چې خان ورته خرکوس وويلي و .
وويل به يې چې خارجيان زما ډېر عزت کوي او خدای پاک ماته ډېر عزت راکړی دې، مابه ورته هميش ويل چې ته يو ډاکټريې او ته بايد يو کلنيک خلاص کړې، د خلکو د خدمت جوگه شې په ټوکو به يې وويل چې مريضان مې نه خوښېږي کلنيک هيڅ ګټه نه لري .
کله به مو چې بحث شو نو ورته ويل به مې چې هلکه تا خو د ملت په پيسو تعليم کړى دى ډاکټر شوى يې،
ولې ستا په خپل ځان باور نشته چې د خلکو خدمت وکړې او مريضا ن دې په تا باور وکړي. بس خبره به يې اخوا دېخوا کړه .
د خپل وطن په حال خو هغه وخت ژړا راغه چې يوه ورځ په دوى باندې يو ضعيفه خارجي امر وټاکل شو.
دې خارجي موږ ته د خپلې بېسوادۍ او غربت کيسې وکړې، دومره د کم ترۍ احساس يې کوه، چې بس نو خپله شرمېده، چې زه څنگه په دې افغانانو باندې خپله سرپرستي مخکې بوځم، خو د هغې خارجي د توقع خلاف زما ډېر نږدې ملگري چې ځان به ورته ډېر عزتدار افغان تعليم يافته ښکارېده، دې خارجي ته لکه غلامان لاس په نامه ولاړ و، دده دومره عزت به يې کاوه لکه د ننګرهار د پوهنتون د حقوقو يا اسلامياتو استاد.
دا ډاکټر صيب له ټولو نه ډېر پاليسي مار و ( پا ليسي ) د پښو څټلو په مانا، خارجې چې په اصل کې يوکارپوه موچي و يانې په اصل کې يې کار موچي توب وخو دلته زمونږ مشر مقرر شوى و هغه هم ځکه چې خارجيان افغانستان ته راتګ ته زړه نه ښه کوي خو غريب خارجيان بيا د پيسو ګټلو لپاره افغانستان ته راځي چې دلته په هيڅ پوهه د تعليم يافته ډاکټرانو مشري او انجنيرانو مشري کوي.
دا وه د يو پوه تعليم يافته افغان ډاکټر کيسه !
دا يو حقيقت دى او زما د سترګو ليدلى حال .
محمد شعيب شعيب
کابل
mirza.shoaib@gmail.com