راليږونکی :قدرت الله درمان خوست
د راليږونکي پته :darman_af@yahoo.com
نيټه : 23-11-2008
قدرت الله درمان خوست
غزل
ځـــار مـــې ورنــــه ټــــولـــه د تــــن ويـنـه ده
مـــــا ســـــره د زړه پــــه تـــل کــې مــــينه ده
زړۀ يې لكه تور داغ د ســـپوږمۍ پر مـــخ
څه كه په صورت له سپوږمۍ سپـــــينه ده
خـــدايزده ســــولـــه چـرته ياغي شــــــوې ده
هـــرې خـــوا جـــنګونـــه دي او مـړينـــــــه ده
ســــتا د هــــجر ـــشنۀ ټــوخــي نيولى يـــــــم
نــــوره مې سينــــه ورځـــينې خــــوړينـــه ده
ستوري يې تشبيه كړم كه سپوږمۍ خدايه؟
جــــوړه دې پــــه ګــــوتو ده، مـــــهيــــنــه ده
نـــور خــو مـې د مينې دېګ پوخ شـوى دى
ســـــتا د ديـــــدن مالـــګه يــــــې اړينــــــه ده
شـــته پـكې د هر مرض درمان اشـنا
رب دې خولګۍ جوړه له ګبيـــــنه ده