غزل
لـــه تــــا نــــه لـــرې طـــريقه د زنـــدګــــۍ نـه راځي
دلــــته هر څـــه راځــي جــانانه خو خوښۍ نه راځي
اوس د هـر سوال کولو وروسته پرېشانه ناست يم
اوس لــــه کــــابله جـــــوابونه د جيــــنۍ نـــه راځـي
مــــا ته وفــــا راځــــي، و مـــا ته قـــرباني يـاده ده
لــــه دې نــــه زياتـــه راتــــه لاره د يـــارۍ نـــه راځي
د دغــــه ښـــار مـازيــــګري بـــېله جــــانانــــه راځـي
لـــــه دې دښـــــتونو آوازونـــــه د شــــپېلۍ نه راځـي
څــــه موده وشــــوه چــې له ځانه څه خپه غوندې يم
څه مــــوده وشـــوه چې سروش د شـاعـرۍ نه راځي
حکمت سروش / انډيا
له www.tolafghan.com/rang نه په مننه