د اوښکو موسکا

مصطفى سالک

يو دبل په ضد ښه خبروو، خو بيا رانه جگړه تر دې کچه و غزېده، چې دنوې لارې د انتخاب خبره مې ورته وکړه نو په حيرت يې راوکتل ، داسې لکه د تل لپاره چې روان يم ؛ لکه خونړي جنگ ته د تللو اراده چې مې کړې وي ، په مات زړه او رپاندو قدمونو روانه شوه ، له کنډوه پناه کېده چې پر شايې راوکتل ، زه ورسره د يوه گام په فاصله ولاړ وم، دا هماغه ورځ وه چې په لومړي ځل مې د اوښکو موسکا وليده .